په ایران کې په کرونا۳لکه ۴۲زره ککړ کسان ښه شوي دي
(last modified Fri, 11 Sep 2020 10:57:51 GMT )
Sep 11, 2020 15:27 Asia/Kabul
  •   په ایران کې په کرونا۳لکه ۴۲زره ککړ کسان ښه شوي دي

په درستې نړۍ کې تر دې دمه په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر هم څه دپاسه اته ویشت میلیون تنو ته رسیدلی چې له دوي کابو نهه لکه څوارلس زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز په درملنې پسې کابو شل میلیون کسان ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

 زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د روغتیائی چارو وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري نن په هیواد کې په کرونا ویروس دککړوکسانو د وروستیو احصایوپه اعلانولو سره وئیلي دي،د تشخصی د نړیوالو معیارونو په اساس پهیرو ۲۴ساعتونو کې په ایران کې په کروناویروس نور دوه زره درې سوه  دیارلس ککړ کسان پیژندل شوي  اول  دوي  یوزر دوه سوه درې پنځوس کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي .

 میرمن لاري ددې خبرې په کولو سره چې په ایران کې تر دې دمه  په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر درې لکه  اوه نوی زره اته سوه درو تنو ته رسیدلی،زیاته کړې ، له بده مرغه په تیر شواروز کې په کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ ککړو یو سل پنځلس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په دې سره په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر  دوویشت زره  نهه سوه دیارلس تنو ته زیات شوی  او همداراز له درستو ککړو کسانو څخه  تر دې دمه کابو درې لکه دوه څلویښت زره  نهه سوه کسان هم ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

ټیګونه