په ایران کې په کروناککړ۳لکه ۵۳زره کسان ښه شوي دي
(last modified Thu, 17 Sep 2020 10:11:40 GMT )
Sep 17, 2020 14:41 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کروناککړ۳لکه ۵۳زره کسان ښه شوي دي

تر دې دمه په د رستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر څه دپاسه دیرش میلیونو ته رسیدلی چې له دوي لږترلږه نهه لکه پنځه څلویښت زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه دپاسه یویشت میلیون ککړ کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران د روغتیائی چارو د وزارت ویندوئې میرمن سیماسادات لاري  نن په هیواد کې په کرونا دککړو کسانو د وروستیو احصایو په باب وئيلي دي ، د تشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس ، په تیرو شواروز کې په درست ایران کې په کروناویروس ککړ نور دوه زره اته سوه پنځلس کسان پيژندل شوي ،چې له دوي  یو زر شپږ سوه اته ویشت  په روغتونونو کې بستري شوي او نورو ته درملیز خدمتونه ورکړل شوي دي .

 میرمن لاري ددې خبرې په کولو سره چې په ایران کې په کوویډ-۱۹ناروغۍ د ککړو کسانو شمیر څلور لکه دیارلس زره یو سل نهه څلویښت تنو ته زیات شوی ،ووئيل له بده مرغه په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ایران کې یوسل  شپږ اویا ککړو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی،چې تر دې دمه په درست ایران کې دکرونائي بحران ټول قربانیان درویشت زره اته سوه اتو تنو ته زیات شوي دي . همداراز په ایران کې دکرونائي ناروغانو په درملنې پسې تر دې دمه  کابو درې لکه درې پنځوس زره اته سوه اته څلویښت تنه ښه  او له روغتونونو رخصت شوي دي .

 په عین حال کې تر دې دمه په د رستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر څه دپاسه دیرش میلیونو ته رسیدلی چې له دوي  لږترلږه  نهه لکه  پنځه څلویښت زره  کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او  څه  دپاسه یویشت میلیون  ککړ کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

 

ټیګونه