لویدیځ هیوادونه له بشري حقوقو سیاسي استفاده کوي
زمونږ خبریال وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده د ملګروملتونو د بشري حقوقو په شورا کښې د اروپايي اتحادیې د تهران ضد بیانیې ته په غبرګون کښې د بشري حقوقو په وړاندې د لویدیځو هیوادونو دوه ګوڼه معیارونه د بشري حقوقو له مفهوم څخه د هغوې د سیاسي استفادې او د صداقت د نشتوالي نښه وبلله .
د اروپايي اتحادیې غړیو هیوادونو پرون د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا په غونډې کښې د یوې (۱) مغرضانه بیانیې په خپرولو سره ایران د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ تورن کړ .
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده پرون د بشري حقوقو په شورا کښې د ګډې بیانیې په وړاندې کولو کښې د اروپايي اتحادیې اقدام د نه منلو وړ وباله او ویې ویل دغه دوه ګوڼه معیار د بشري حقوقو په ملاتړ کښې د دغو هیوادونو د صداقت د نشتوالي او له بشري حقوقو څخه د دوې د سیاسي استفادې کولو ښودنه کوي .
هغه د ایران په کورنیو چارو کښې هرډول لاسوهنه او د بشري حقوقو له سازوکارونو څخه ناوړه استفاده د نه منلو وړ وبلله او ویې ویې دغه کومه نوي پیښه نه ده چې ځینې اروپايي هیوادونه د خپلو او هم د دوې د متحدانو د بشري حقوقو د ترټولو سترو خلاف ورزیو په مقابل کښې غلي او بې تفاوته ناست دي او دغه اروپايي هیوادونه دوې په عربستان او د سیمې په دیکتاتورو رژیمونو باندې د یمن د بې دفاع خلکو د وژلې لپاره د میلیارډونو ډالرو په ارزښت د وسلو په خرڅولو کښې له یوبل سره سیالۍ کوي .