اروپایان دې له امریکائي بندیزونو اغیزمن نشي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93253-اروپایان_دې_له_امریکائي_بندیزونو_اغیزمن_نشي
د اسلامی ایران ولسمشر له اروپائي هیوادونو سره د کوویډ-۱۹ ډوله ناروغۍ د مقابلې په زمینې کې د ملګرتیا لپاره د تهران د دلچسپۍ په څرګندولو سره ووئيل په دغه ډګر کې دتجروبو په مبادلې سره له کرونائي بحران سره دمقابلې او په نړیوال ډګر کې ئې له کنټرولولو سره مبارزه کیدلی شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 29, 2020 12:16 Asia/Kabul
  • اروپایان دې له امریکائي بندیزونو اغیزمن نشي

د اسلامی ایران ولسمشر له اروپائي هیوادونو سره د کوویډ-۱۹ ډوله ناروغۍ د مقابلې په زمینې کې د ملګرتیا لپاره د تهران د دلچسپۍ په څرګندولو سره ووئيل په دغه ډګر کې دتجروبو په مبادلې سره له کرونائي بحران سره دمقابلې او په نړیوال ډګر کې ئې له کنټرولولو سره مبارزه کیدلی شي .

 د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني نن په تهران کې  د جرمني ،فنلینډ ، پرتګال او  یو شمیر نورو اروپائي آسیائي هیوادونو د  نوو سفیرونو دباؤر لیک  دترلاسه کولو  په جلاجلا کتنو کې  وئيلي دي ، اروپایان دې اجازت ورنکړي،د امریکا بندیزونه له ایران سره پر اقتصادي اړیکو اغیزې وشیندي.

  ډاکټر حسن روحاني  په دغو لیدو کتو کې   له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د اروپائي  اتحادئې د هیوادونو په ملاتړ په قانع کیدا سره وئيلي دي ، هیله ده    په درستو  زمینو په تیره بیا په اقتصادي او تجارتي زمینې کې د ایران او اروپائي اتحادئې د درستو هیوادونو اړیکې لاپراخې او پیاوړي شي .