په ايران کښې له درې زرو زيات نور کسان په کورونا اخته او دوه سوه يو پنځوس هم وفات شول
(last modified Sun, 11 Oct 2020 11:14:05 GMT )
Oct 11, 2020 15:44 Asia/Kabul
  • په ايران کښې له درې زرو زيات نور کسان په کورونا اخته او دوه سوه يو پنځوس هم وفات شول

د ايران د روغتيا د وزارت وېاندې په هېواد کښې په تېرو څلوريښتو ګېنټو کښې له دريو زرو نه د زياتو کسانو په کورونا د اخته کېدو او د دوه سوه يوپنځوس تنو د وفات کېدو خبر ورکړ.

مېرمن سيما سادات لاري نن په هېواد کښې په کورونا وائرسو د اخته شويوکسانود وروستيو شمېرنو په باره کښې وويل: د پرېکنده تشخيصي معيارونو له مخې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په هېواد کښې درې زره اته سوه دويشت نور کسان په کوويډ ۱۹ بيمارۍ اخته شوي چې له هغو څخه يو زر 724 کسان په روغتونونو کښې داخل کړې شوي دي، او باقي پاتې کسانو ته کلينيکل  خدمات ورسولې شول.

مېرمن لاري د دې په بيانولو سره چې په ايران کښې په کورونا د اخته کسانو ټول شمېر پينځه لکه ۷۵  تنو ته رسېدلے دے زياته کړه: په تېرو  څلوريشتو ګېنتو کښې ۲۵۱  تنه نور د دې بيمارۍ له کبله مړۀ شوي دي چې په مجموعي توګه د مړو شمېر  ۲۸ زره ۵۴۴ تنو ته اورسېد.

د ايران د روغتيا د وزارت وياندې يادونه وکړه چې تر اوسه څلور لکه ۶ زره ۳۸۹  تنه بيماران روغ شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.

په ټوله نړۍ کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر له ۳۷ ميلين تنو زيات شوے چې له دغو څخه لږ تر لږه يو ميلين تنه مړۀ شوي او تقريباً له اتويشت ميلينو زيات کسان ښه شوي او له روغتوننو رخصت کړې شوي دي.امريکه په کورونا وائرسو په اته ميلين اخته کسانو او تقريباً دوه لکه نولس زره مړو په لرلو سره په نړۍ کښې تر ټولو زيات کورنائي بيماران او مړه شوي کسان لري.

 

ټیګونه