د الاخوازیه ترهګرې ډلې د یوه بل مشر حبیب کعبي نیول کیدا :-
(last modified Sun, 01 Nov 2020 06:52:26 GMT )
Nov 01, 2020 11:22 Asia/Kabul
  • د الاخوازیه ترهګرې ډلې د یوه بل مشر حبیب کعبي نیول کیدا :-

د ایران د استخباراتي ادارې په هڅې سره تراوسه په بیلابیلو هیوادونو کښې یوشمیر فعال ترهګر مشران او عناصر پیژندل شوي او د دوستو هیوادونو له استخباراتي ادارو سره د اطلاعاتو په تبادلې سره نیول شوي او هیواد ته انتقال شوي دي .

په همدې ارتباط ځینو رسنیو پرون سهار په اهواز سیمه کښې د ایران د وسله والو ځواکونو د رسم ګذشت یعني د پریډ په مراسمو باندې د برید د اصلي پلانونکي او د الاحوازیه ترهګرې ډلې د مشر حبیب اسیود (Habib Asewad) چې په حبیب کعبي مشهور و د نیول کیدا خبر ورکړ .

د الاحوازیه ترهګرې ډلې ګوډاګیانو د دوه زره اتلسم(۲۰۱۸) میلادي کال د سپتمبر د میاشتې په دوه ویشتمه (۲۲) نیټه په اهواز سیمه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د رسم ګذشت د مراسمو د ترسره کیدا په سیمه کښې په خلکو ډزې وکړې چې  له کبله یې پینځویشت (۲۵) کسان شهیدان او څه د پاسه شپیته (۶۰) نور ژوبل شوي وو .

د ایران د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواک سپاه پاسداران دغه ترهګر اقدام ته په ځواب کښې د فرات په ختیځ کښې د دغه جنایت  د مشرانو په مرکز باندې د څو بلاسټیک توغندیو برید وکړ چې پکښې د اهواز د ترهګر جنایت یوشمیر تکفیري ترهګر او د هغوې مشران هلاک شول .

د الاحوازیه په نوم ترهګرې ډلې په نولس سوه نهه نویم (۱۹۹۰) میلادي کال کښې د فارس خلیج له عربو هیوادونو سره د ځینو اړونده کسانو لخوا په اروپا کښې موجودیت اعلان کړ او د دغه ډلې اصلي مرکز په لندن کښې دی .

الاحوازیه ترهګرې ډلې دغه راز په مصر ، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان کښې هم خپل دفترونه خلاص کړي دي .

الاحوازیه ترهګرې ډلې چې په وروستیو کلونو کښې یې د اهواز د ناامنه کولو لپاره ډیرې پلانونې کړي دي په ایران کښې د  ولسي اعتراضونو په تاوتریخوالي بدلولو کښې هم مهم رول درلود چې په خپل ګمان د قومي بلواو زمینه برابره کړي .

د خوزستان د بورې(نیشکر) د پراختیا د طرحي د شرکت ، د کورونو او د ښارونو د جوړولو د ادارې او د پلانونې د مدیریت په ادارې کښې بم چاودنې او دغه راز د تیلو د انتقال د نل لیکې په بم سره الوځول هغه نور ترهګر اقدامات دي چې د الاحوازیه ترهګرې ډلې لخوا ترسره شوي دي .

د دغه ترهګرې او توکمپالې ډلې کسان باوري دي چې وسله واله مبارزه باید د فارسي بانو(غیر عربانو) تر نابودۍ او د عربستان تر ازادۍ چې پکښې یې  حوزستان ، بوشهر ، هرمزګان او د فارس خلیج جزیرې شاملې  کړي دي  په بې رحمانه ډول دوام ولري .

الاحوازیه ترهګره ډله بوموسی او ستر تنب او کوچنی تنب جزیرې د عربانو د خاورې برخه ګڼي او په دې سربیره یې په خپلو نقشو(Maps) کښې د فارس خلیج پرځای د عربي خلیج نوم غوره کړی دی .

د الاحوازیه ترهګرې ډلې اصلي مرکزونه د ډیرو ترهګرو ډلو په شان په لویدیځو هیوادونو کښې دي او د دغو ټروریسټي ډلو مشران کلونه  کلونه کیږي چې په لویدیځو هیوادونو کښې ژوند کوي .

هالینډ ، ډانمارک او انګلستان هغه درې (۳) اروپايي هیوادونه دي چې کلونه کلونه کیږي د الاحوازیه ترهګرې ډلې د مشرانو کوربه توب کوي .

د دوه زره اولسم (۲۰۱۷) میلادي کال په اکتوبر میاشت کښې د امریکا د ریپبلیکن ګوند غړي« اسټیو کینګ »چې له ولسمشر ټرمپ سره نږدې اړیکې لري په واشنګټن کښې د الاحوازیه ترهګرې ډلې له یوه (۱) مشر کریم عبدیان بني سعید سره کتنه کړي وه .

د دوه زره اولسم (۲۰۱۷) میلادي کال په سپتمبر میاشت کښې د « منا سیلاوي » په نوم د الاحوازیه ترهګرې ډلې یوې() غړي په جینیوا کښې د ملګروملتونو د بشري حقوقو د سترې کمشنرۍ د غونډې په څنګ کښې د ایران پرضد وینا او تورونه مطرح کړي وو .

دغه نړیوالې جنایتکارې او ترهګرې چې مودې مودې کیږي تر تعقیب لاندې ده د اروپايي هیوادونو په ملاتړ او د هغې د نیولو او ایران ته د ورسپالو لپاره د اروپايي هیوادونو د ملګرتیا د نه کولو په وجه په ازادۍ سره فعالیت کاوه خو په نهایت کښې له ځینو هیوادونو سره د ایران د قضايي ادارې لخوا په ترسره شوي غږملتیاو سره دغه جنایتکاره ترهګره ونیول شوه او ایران ته انتقال شوه .

ایران تراوسه له زیاتو دسیسو او ترهګرو اقداماتو سره مخ دی .

داسې دسیسې چې نیغ په نیغه د صهیونیسټ رژیم د امریکا او د اروپا د جاسوسۍ ادارو لخوا پلان شوي دي .

د ایران استخباراتي اداره او دغه راز د سپاه پاسداران او د پوځ قدرتمن ځواکونه چې په هر وخت کښې یې د هیواد سرحدونه ساتلي دي په سیمه کښې د ترهګرو ډلو د نفوذ په مقابل کښې پیاوړي خنډونه دي او دوې په پریکنده اقداماتو سره د ترهګرو ډلو او د نفوذي عناصرو ډیرې دسیسې او خوځښتونه شند کړي دي .

له دې مخکې د ایران استخباراتي ادارې(سازمان اطلاعات) د هیواد د ختیځ د ترهګرو ډلو د یوه (۱)مشر عبدالمالک ریګي د نیولو په شان د پیچلیو عملیاتو په بریالي ډول اجرا کولو سره د جنایتکارانو په تعقیبولو او نیولو  او د محاکمې او د سزا کولو لپاره قضايي ادارو ته د هغوې په ورسپارلو کښې خپل وس نندرې ته وړاندی کړی دی .

 

ټیګونه