د ایران او افغانستان سټراټژيکې خبرې او دواړو هیوادنو د مناسباتو لرلید
افغانستان او ایران ډير ګډ کلتوري او سیاسی مشترکاتو اوژورې اړیکې لري او ایران د افغانستان د یوه دوست او ګاونډي هیواد په توګګه په دغه هیواد کې د سولې او امنیت له ټينګیدا سره په مرستو کې ډير مهم رول او اغیزې لري .
په سیاسی ، اقتصادي ،دیني او کلتوري اړخونو کې د دوو ګاونډیو هیوادونو په توګه د ایران او افغانستان ایړکې له ډیر سټراټژيک اهمیّته برخمنې دي . دغه ځانګړنې ایجابوي ،په ټولو اړخونو کې د اړیکو د پراختیا په خاطر یو هدفمن پروګرام برابر او تصویب شي .
په دغه چوکاټ کې د ایران او افغانستان چارواکو له څو کلونو راهسې د ایران او افغانستان دسټراټژيکو ملګرتیاؤ د جامع سند د برابرولو په باب جامعې خبرې اترې پیل کړی دي . ددغو خبرواترو په دوام کې ، د تیرې یکشنبې په ورځې ددغو خبرواترو پنځم پړاؤ په تهران کې د ایران د مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچي او د افغانستان د مرستیال خارجه وزیر میرویس ناب په مشرۍ د دواړو لورو دپلاؤ ترمینځ پيل شوي او دغه خبرې اترې نن هم دوام لري .
ددغه سند د برابرولو لپاره د اقتصادي ، کلتوري ، دفاعي او امنیتي چارو پنځه کمیټې جوړې شوي دي .
عباس عراقچي ددغه سند داهمیّت په باب د ایران اوافغانستان داړیکو د لرلید، چیلنجونو او فرصتونو نومې غونډې کې پخپلې وینا کې چې په تیر جولائي میاشت کې په کابل کې د افغانستان د سټراټژيکو مطالعاتو د انسټیټیوټ له خوا ترسره شوي وه ټينګار کړی ؤ ، ددغه سند اساس ، چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د جامع سند یوه برخه ده ، دا دی ،چې د دواړو هیوادونو ترمینځ سوله ، په یوې دایمي چارې بدله کړي او دا چې دواړه هیوادونه د مقابل لوري هیواد په ضد له دریم ګړي هیواد سره په هیڅ ډول ائيتلاف ،اتحاد او تړون کې ګډون نه کوي . په دغه سند کې له ترهه ګرۍ سره د مقابلې او د نشه ایزو موادو له قاچاق سره د مبارزې په زمینې کې د ملګرتیا پر موضوع هم ټينګار شوی دی .
د افغانستان د چارو یو کارپيژاند او شناندی خیر ا... باؤري دی، ایران او افغانستان د ګاونډيتوب په دلیل د یوه سسټم غړي بلل کیږي او پر یوه بل اغیزې شیندي .
د دسیمې د چارو یو بل کارپوه او لیکوال زبیر شفیقي هم د دواړو هیوادنو ترمینځ اقتصادي فرصتونو ته په اشارې سره وئیلي دي ،تهران او کابل په بیلابیلو زمینو کې سټراټژيک مشارکتونه درلودلی او د متقابلو ګټو لپاره ګام پورته کولی شي .
ددغه سند د موضوعګانو هراړخیز والی ښئ چې سټراټژيکه جامعه موافقه د دواړو هیوادونو ترمینځ د ډيرو مسئلو او مشکلاتو غوټه پرانیستونکي کیدلی شي . افغانستان او ایران ډير ګډ کلتوري او سیاسی مشترکاتو اوژورې اړیکې لري او ایران د افغانستان د یوه دوست او ګاونډي هیواد په توګګه په دغه هیواد کې د سولې او امنیت له ټينګیدا سره په مرستو کې ډير مهم رول او اغیزې لري . د ایران د اسلامی جمهوریت چارواکو تل وئيلي دي ، په افغانستان کې د ایران دهڅو چورلیز،د افغانستان په داخل کې ددغه هیواد د حکومت په وسیله د سولې ،ثبات او امنیت رامینځةکیدا ده او تهران به په دې لارې کې هیڅ هڅه ونه سپموي .
د ایران او افغانستان د سټراټژيکو ملګرتیاؤ د سند د نهائي کولو لپاره د دواړو هیوادونو د پلاؤ خبرې اترې په داسې حال کې دي چې ایران د بیخ بینائي،ارتباطي لارو او د دغه هیواد دتجارتی لاسرسیو د ډيرو پروژوپه اجرا کې اغیرشیندونکی ګډون کړی دی . په راتلونکو شپو ورځو کې د خواف هرات د ریل پټلۍ افتتاح او د ایران او افغانستان د ریل لارې سره ګڼدل کیدا هم یو بل هغه مهم ګام دی ، چې د دواړو هیوادونو داقتصادي او تجارتي ملګرتیاؤ په پیاوړتیا کې ډير سټراټژيک اهمیّت لري . په ټول کې په دغه سند کې په ډيرو موافقو او تړونونو ټيڼګار شوی او د افغانستان د ښاریزو د قانوني شتون او د ایران د کار بازار ته د دوي د لارس رسي د زیمنو د برابرولو په څير موضوعګانې هم د دواړو هیوادونو د سټراټژيکو ملګرتیاؤ د جامع سند د خبرواترو په چوکاټ کې ډير اهمیّت لري . .
په دغو دلیلونو ، دواړه لوري ، خبرواترو ته د چټکټیا د ورکولو او د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو په وسیله د موافقو د لاسلیک کولو او د اجرا کولو لپاره د سټراټژيکو ملګرتیاؤ د جامع سند د نهائي کولو لپاره ګډه اراده او کلک هوډ لري .