ایران د سیمې او نړۍ اړتیاوې په ارزانه پوره کولې شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94448-ایران_د_سیمې_او_نړۍ_اړتیاوې_په_ارزانه_پوره_کولې_شي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: ایران انرجۍ ته د سیمې او حتی د نړۍ ضرورتونه په ځینو مواردو کښې لا په ارزانه او اسانه تامینولې شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 26, 2020 14:06 Asia/Kabul
  • ایران د سیمې او نړۍ اړتیاوې په ارزانه پوره کولې شي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: ایران انرجۍ ته د سیمې او حتی د نړۍ ضرورتونه په ځینو مواردو کښې لا په ارزانه او اسانه تامینولې شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: ایران انرجۍ ته د سیمې او حتی د نړۍ ضرورتونه په ځینو مواردو کښې لا په ارزانه او اسانه تامینولې شي.

ولسمشر حسن روحاني نن د تیلو د وزارت له ځینو ملي طرحو د ګټه پورته کونې په دستورو کښې چې د ویډیو کانفرنس له لارې ترسره شوې، زیاته کړه: د ایران اقتصاد وښودله چې یو ستر او مقاوم اقتصاد دی او په سیمه کښې هیڅ هیواد داسې قدرت نه لري چې په درې کاله دوامداره جنګ کښې مقاومت وکړي او بریالې شي.

ولسمشر روحاني په دې خبرې سره چې د ایران ولس تل په خپل کلتور سره ستر کارونه کړې دي، څرګنده کړه: ایران د جغرافیا او جیوپالیټک موقعیت له نظره هم یو داسې هیواد دی چې د سیمې هیڅ قدرت یې نه د سیمې لپاره رول ختمولې شي او نه د نړۍ لپاره.