سيد عباس عراقچي:
ايران د برجام د اجرا ټول لګښتونه نه شي قبلولې
د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال وويل، د ايران اسلامي جمهوريت د برجام د اجرا او د نورو د غير قانوني چلندونو لګښتونه نه شي قبلولې.
د خارجه وزارت د اطلاع رسونې د عمومي ادارې د رپوټ له مخې سيد عباس عراقچي پرون د برجام ايټمي موافقې د ګډ کمېشن په اولسمه غونډه کښې چې د ويډيو کانفرنس له لارې اوشوه د ايران د ځانګړي ايټمي او دفاعي سائنسدان محسن فخري زاده له شهيدولو وروسته د دريو اروپائي حکومتونو په وروستيو دريځونوباندې په اعتراض سره وويل، دريو اروپائي حکومتونو د ايران د ايټمي سائنسدان د وحشيانه قتل د غندلو په ځاے د يو مجرم کس قانوني سزا کول وغندل.
د برجام په غونډه کښې د ايران د پلاوي مشر واضحه کړه، اروپائي لوري تل له ايرانه غواړي چې د ټولو غيرقانوني او غليمانه چلندونو په وړاندې که هغه په نطنز کښې ورانکاري وي او د خپل ايټمي سائنسدان وژله وي له زغمه کار واخلي، په داسې حال کښې چې ايران د برجام د اجرا او د نورو د غير قانوني چلندونو ټول لګښتونه نه شي قبلولې او نور هم پکار دے د برجام ايټمي موافقې د ساتنې لپاره قيمت ادا کړي.
عراقچي د برجام ته د امريکې د ستنېدو په اړه د اټکلونو په باره کښې هم وويل، ايران تل خپل دريځونه په شفافه توګه بيان کړي دي او دې تيار دے چې د برجامي ژمنو پوره کولو ته د امريکې له ستنېدو او د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ د حالاتو وضعيت ته راګرځېدو نه پس د خپلو برجامي ژمنو اجرا چې د برجام د ۲۶ او ۳۶ بندونو مطابق يې اودرولې وه بيا شروع کړي.
هغه زياته کړه، د ايران د اسلامي جمهوريت حکومت له قانوني مراحلو څخه له تېردو وروسته د اسلامي شورا د جرګې د مصوبو د اجرا کولو دنده په غاړه لري.