مجيد تخت روانچي:
د برجام په اړه د بيا خبرو اترو هر ډول وړانديز د پرېکړليک په خلاف دے
په ملګرو ملتو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت دائمي استازي پرون د دغې ادارې د امنيت د شورا په غونډه کښې د برجام ايټمي موافقې په سر د بيا خبرو اترو لپاره د هر ډول وړانديز د تهران لپاره د نه قبلېدو وړ وبلۀ.
د اېرنا د رپوټ له مخې مخې مجيد تخت روانچي په دغه غونډه کښې چې د برجام ايټمي موافقې په اړه د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک د اجرا په باره کښې د شپږو مياشتو د رپوټ وړاندې کولو لپاره جوړه شوه د دې په بيانولو سره چې برجام د امتيازاتو په اخېستلو او ورکولو مشتملو ډېرو سختو مذاکراتو په نتيجه کښې ترلاسه شوے دے واضحه کړه، د برجام په سر د بيا خبرو اترو لپاره د هر ډول وړانديز او يا پکښې د نويو بندونو زياتول د ۲۲۳۱ پرېکړليک په خلاف چاره ده او د ايران له نظره په هيڅ وجه د قبلولو وړ نه ده.
هغه له برجامه د امريکې يو اړخيز او غېرقانوني وتلو او په ايران د دباو لپاره د واشنګټن هر اړخيزو او له سختو بنديزونو ته په اشارې سره وويل: امريکې په دغو اقداماتو سره په دوامداره توګه د برجام په وړاندې له خپلو ژمنو څخه سرغړونه کړې او د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک خلاف ورزي يې هم کړې ده.
تخت روانچي په دوام کښې د ايران برجامي ګامونو ته په اشارې سره وويل، ايران په ابتدا کښې د امريکې په وړاندې د متقابلو اقداماتو د ترسره کولو په ځاےد دريو اروپائي هېوادونو په غوښتنه د يو کال لپاره د صبر او سټراټيجک سياست غوره کړ، خو له زيات نه زيات دباو نومې سياست سره د ايران د زيات نه زيات زغم ځواب ورکړے شو.
هغه زياته کړه په داسې حالاتو کښې د برجام د ۲۶ او ۳۶ بندونو په پوره خيال ساتلو سره د تلافي کونکو ګامونو اوچتولو نه بغېر د ايران لپاره څه چاره باقي پاتې نه شوه.
تخت روانچي له بنديزونو څخه د بشردوستانه څيزونو د معاف والي په اړه د امريکې ادعا هم پوره دروغ وبلله او وې ويل: د امريکې بنديزونه د بيمارانو په تېره بيا د هغو بيمارانو لپاره چې په نادرو او پېچلو بيماريو اخته دي د ضرورت وړ درملو او طبي سامانونو په شمول ايران ته د بشر دوستانه څيزونو له داخلېدو څخه مخنيوے کوي.