ایران قطر ته د زړور مقاومت په دلیل مبارکي ورکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا د سعودي عربستان او د هغه د ملګرو د دباو او د کلنګ غوښتنې په وړاندې د زړور او له بریالیتوب د ډک مقاومت په دلیل قطر ته مبارکي وویله .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف د فارس خلیج د ملګرتیا د شورا د مشرانو دغونډې له ختمیدا وروسته چې پکښې په رسمي ډول د سعودي عربستان د متحده عربي اماراتو ، بحرین او د مصر لخوا د قطر د کلابندۍ ختمیدل اعلان شول په ټویټر پیغام کښې د دغو څلورو (۴) عربو هیوادونو د دباو او د کلنګ غوښتنې په وړاندې د زړور او د بریالي مقاومت په خاطر امبارکي وویله او د فارس خلیج د جنوبي څنډې هیوادونو ته په خطاب کښې یې وویل ایران نه دوښمن دی او نه ګواښ د نورو ګرم بلل کافي دي په تیره بیا په داسې وخت کښې چې د تاسو ملاتړی( ټرمپ ) له قدرت څخه د تلو په حال کښې دی .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف ډاګینه کړه اوس وخت رارسیدلی دی چې د فارس خلیج عرب هیوادونه د یوې(۱) امنه سیمې د رامینځته کولو لپاره د ایران وړاندیز ومني .