مسئولان هیواد ته په وارد شوو واکسنو باور لری
د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر په فرمان سره نن په ایران کې دکروناضد و اکسینیشن د روسیې جوړ شوي سپوټنیک وي واکسن څخه په استفادې سره پیل شوی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ دایران داسلامی جمهوریت ولسمشرحسن روحاني نن په ایران کې د کرونائي ویروس ضده عمومی واکسینیشن دپیلیدا په دستورو کې دایران د ورغتیائي چارو وزیر سعید نمکي ته په خطاب کې وئيلی دي ، دا چې ستاسو زوی لومړنی کس دی چې په ایران کې ئې واکسن پچکاري کړی ،د هیواد درست ولس لپاره یو روښانه پیغام دی ، چې مسئولان که هیواد ته کوم واکسن واردیږي ، نو ورباندې اعتماد لري او پخپله ورځيني استفاده کوي .
داسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې شخصا ئې د واکسن د پچکاري کولو لپاره چمتووالی ښودلی ، روښانه کړې ده ،بې شکه بچی له ځانه هم ګران دی او د روغتیا وزیر د خپل بچي په ټاکلو سره وښودله چې خلک له واکسن څخه داستفادې لپاره هیڅ شک نه لري .
دایران د مجریه قوې مشر له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره په تیر یوه کال کې دطبي عملې او همداراز هیواد ته دکرونا ضد واکسن د واردونکو مسئولانو او ددرستو اړونده اورګانونو او ادارو د هلوځلو په قدرونې سره وئيلی دي ،د هیواد په لومړني عمومي واکسینیشن کې دې د ټولنې ته د باؤر جوړونې لپاره دغه واکسن ترلاسه کړي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر په فرمان سره نن په ایران کې دکروناضد و اکسینیشن د روسیې جوړ شوي سپوټنیک وي واکسن څخه په استفادې سره پیل شوی دی . وئیل کیږي ،د واکسنیشن په دغه بهیر کې به په ورځې کې فی الحال زرو کسانو ته دغه واکسن ورکول کیږي او په ورپسې مرحلې کې به دغه شمیر نوره هم زیات شي .