په ایران کې نور ۷۴ کسان د کرونا ویروس قرباني شول
په نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر تر دې دمه څه د پاسه یو سل اته میلیون تنو ته رسیدلی چې له دوي لږترلږه دوه میلیون درې لکه پنځه نوي زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه دپاسه اتیا میلیون کسان هم په درملنې پسې ښه ا و له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
زمونږ خبریال راپور راکړ د ایران د روغتیائي چارو د وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري نن په هیواد کې د کرونائي ناروغانو داحصایو په باب وئيلي دي ، دتشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس په تیر شواروز کې په کرونا ویروس نور اوه زره یو سل شل ککړکسان پيژندل شوي ، چې له دوي پنځه سوه اته اویا کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي .
میرمن سیما سادات لاري زیاته کړې تر دې دمه په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر یو میلیون پنځه لکه لس زره اته سوه تنو ته زیات شوی دی . هغې وئيلي له بده مرغه په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کرونا ککړو نورو څلور اویا کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی ، چې له دوي سره په درست ایران کې تردې دمه د کرونائي قربانیانو شمیر هم اته پنځوس زره اته سوه درې اتیا تنو ته رسیدلی دی .