ایران د اسلام قلا د پيښې له زخمیانو سره مرسته کوي
د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان په اسلام قلا ګمرک کښې د ګیس په یو ټانکر کښې د چاودنې د پيښې له احتمالي زخمیانو سره د مرستې لپاره تابیاوې غوره کړې دي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان په اسلام قلا ګمرک کښې د ګیس په یو ټانکر کښې د چاودنې د پيښې له احتمالي زخمیانو سره د مرستې لپاره تابیاوې غوره کړې دي.
سعید خطیب زاده وویل چې پرون د اسلام قلا ګمرک په ساحه کښې د ګیس په یو مخزن کښې د چاودنې او له امله یې د پراخې اورلګیدنې له پیښې وروسته د هرات والي د ایران د خراسانِ رضوي له والي سره اړیکه ټینګه کړه او په ګمرک کښې موجودو نورو تاسیساتو او موجودو خلکو ته د تاوان د زیاتیدو د مخنیوي په لړ کښې یې د مرستې غوښتنه وکړه.
د ایران د خارجه وزارت ویاند زیاته کړه چې له دغه تماسه سمدستي وروسته د اورلګیدنې په سیمه کښې د موجودو کسانو او ګاډو د ژغورنې لپاره ابتدايي اقدامات ترسره شول او په هرات کښې د ایران سرکنسولګرۍ د والي په شمول د هرات له چارواکو سره د اړیکو په ټینګولو سره د پيښې اړخونه وڅیړل.
هغه وویل، د ایران د خارجه وزارت او د پوله ساتونکو او نورو اړوندو ادارو په غږملتیا سره د اسلام قلا-دوغارون سرحد د هغو خلکو او ګاډو پرمخ پرانیستل شو چې له اور څخه د ایران د پولو په لور راتښتیدلي وو.
د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل چې د افغانستاني یا ایراني ښاریزو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه کوم کره معلومات نه دي ترلاسه شوي او هیله لرو چې د دواړو هیوادونو د چارواکو په مرستې سره دغه اور زر ترزره مړ کړی شي.
د ویلو ده چې پرون غرمه تقریباً دولس نیمې بجې د افغانستان په اسلام قلا ګمرک کښې د ګیسو یو ټانکر وچاودید چې له امله یې د سونګو لسګونو نورو ټانکرونو او هم داشان له مختلفو شیانو ډکو لاریو اور واخیسته او ایره شول.