د ایران او د افغانستان د اړیکو په پراختیا ټینګار وشو
زمونږ خبریال وايي د ایران د ولسمشر د علمي او د ټیکنالوژۍ د چارو مرستیال سورنا ستاري او د افغانستان د علومو د اکیډمۍ مشر عبدالظاهر شکیب د ټیکنالوژۍ د پراختیا په حوزه کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو د پراخولو په هکله خبرې وکړې .
د ایران د ولسمشر د علمي او د ټیکنالوژۍ د چارو مرستیال سورنا ستاري نن په تهران کښې د افغانستان د علومو د اکیډمۍ له مشر عبدالظاهر شکیب سره په کتنې کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ګډې ټیکنالوژۍ او د ژوندیو موجوداتو د ودې لپاره د چاپیریال رامینځته کولو ته په اشارې سره وویل هغه بریالي موډلونه او بیلګې چې د ایران د ژوندیو موجوداتو د چاپیریال په رونق کښې پلي شول د یوې (۱) ګډې ملګرتیا پراساس په افغانستان کښې د پراختیا او د ژورتیا قابلیت لري .
د ایران د ولسمشر د علمي او د ټیکنالوژۍ د چارو مرستیال د افغانستان او د ایران د ګډ علم او د ټیکنالوژۍ د پارک په رامینځته کولو باندې ټینګار سره وویل د ایران له چاپیریال او ځانګړتیاو سره سمون لرونکي ځايي چاپیریال د پلي کولو بریالۍ بیلګه د څه د پاسه پینځه زره او اوه سوه (۵۷۰۰) پوه بنسټه شرکتونو ، د علم او د ټیکنالوژۍ د پنځوسو (۵۰) پارکونو او د زرګونو نوښت رامینځته کونکو او د خلاقو شرکتونو د جوړیدا زمینه جوړونکي شوي ده .
د افغانستان د علومي د اکیډمۍ مشر عبدالظاهر شکیب د ایران او د خپل هیواد ترمینځ د ډیرو تاریخي او د کلتوري ګډولو شتون د علمي او د نوښت رامینځته کونکو ملګرتیاو لپاره زمینه وبلله او ویې ویل د ګډې ژبې له اوزار څخه په استفادې سره د دواړو هیوادونو علمي او د ټیکنالوژۍ اړیکې پراخولی شو .