جنرل غلامرضا جلالي:
امريکه غواړي په سوريې کښې د ترهه ګرو ډلو بيا رغونه وکړي
د ايران د غېر عامل هوائي دفاعي ادارې مشر په سوريې کښې د ترهه ګرو ډلو بيا رغونه د امريکې مقصد وبلۀ.
د اېرنا د رپوټ له مخې جنرل غلامرضا جلالي په دې باندې په تاکيد سره چې په داعش باندې د مقاومت د کاميابۍ د سيمې ولسونو ته په ځان اعتماد ورکړ، وويل: نن د امريکې د ولسمشر جوبائيډن پاليسي د سوريې او عراق ترمېنځ سيمه کښې د داعش ترهه ګرې ډلې بيا رغونه او په جنګي سازوسامانونو سنبالونه ده.
جنرل جلالي د مقدسې دفاع د دوران او د حرم د مدافعو شهيدانو د ياد په نمانځنې سره وويل، د اسلامي انقلاب په شروع کلونو کښې په ايران اتۀ کلن جنګ مسلط کړے شو چې البته دغه دوران د امام خميني (رح) په مشرۍ سره له وياړ او عزت نه په ډک دوران بدل شو او د مقدسې دفاع اته کلنه حماسه رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، امريکې د آل سعود او صهيونېسټ رژيم په مرستې سره داعش جوړ کړ چې ترټولو مهم مقصد يې د اسلامي انقلاب له بهير سره مقابله وه.
جنرل جلالي واضحه کړه، امريکه په دنيا کښې د ترهه ګرۍ د ترټولو سترې جوړونکې، لارښونکې او فوځي او تبليغاتي ملاتړ کونکې په توګه له داعش سره د تش په نامه مبارزې ظاهري مشري هم په لاسو کښې اخېستې ده.
هغه وويل، په داسې حالاتو کښې د ايران اسلامي جمهوري نظام د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي په فهم او هوښيارۍ او د هېواد د فوځي قوماندانانو په تجربې سره د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قدس ځواک په محوريت سره مقتدرانه او هوشمندانه پاليسي اختيار کړه.