په سیستان بلوچستان کې دشخړې لپاره د اشرارودسیسه شنډه شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96918-په_سیستان_بلوچستان_کې_دشخړې_لپاره_د_اشرارودسیسه_شنډه_شوه
له پاکستان سره دایران په ګډې پولې کې د سونګو په قاچاقبرو باندې د پاکستانیو مامورانو د ډزو له امله یوه نښته رامینځةشوي او د نښتې په سختیدا پسې ځیني قاچاقبر د سرحدي دروازې په ماتولو سره د ایران خاورې ته د اخلیږي چې له پولې د ورآخوا له پلوه دډزو له امله ښپکې یو کس مړ او یو شمیر نور هم ټپیان شوي وو
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 25, 2021 09:20 Asia/Kabul
  • په سیستان بلوچستان کې دشخړې لپاره د اشرارودسیسه شنډه شوه

له پاکستان سره دایران په ګډې پولې کې د سونګو په قاچاقبرو باندې د پاکستانیو مامورانو د ډزو له امله یوه نښته رامینځةشوي او د نښتې په سختیدا پسې ځیني قاچاقبر د سرحدي دروازې په ماتولو سره د ایران خاورې ته د اخلیږي چې له پولې د ورآخوا له پلوه دډزو له امله ښپکې یو کس مړ او یو شمیر نور هم ټپیان شوي وو

فارس خبری آژانس راپور راکړ  د ایران د جنوب ختیځ سیستان بلوچستان  ولایت د مرکز زاهدان  ولسوال ابوذرمهدي نخعی  نن سهار په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،  د پولیسو په هوښیارۍ او ځيرتیا سره  په کرین پستې د وسلوالو شرغواړو  وسلواله حمله ناکامه شوې ده .

 هغه د کورین د پيښې په تشریح کولو سره وئيلي دي ،  دپرَدَیو رسندوئي فضاجوړونو پسې  شرغواړو ډلو  د سراوان شمسر پُستي د پيښې له جعلي  وژلو  دملاتړ په پلمه  د کورین او قلعه بید پُستو د نیولو په نیّت وسلواله حمله کړې  خو د پولیسو په موقعې په کلک ځواب سره شرغواړي  او ضمیر فروش  اشرار سره له دې چې پخپلو سپيرو موخو کې پاتې راغلي ، له تښتې ئې کار اخستی دی .  هغه ټينګار کړی ، دښمنان  به په د غه ډول سپيرو او بې شرمو اقداماتو سره هیڅ نتیجه ترلاسه نه کړي .

د زاهدان ولسوال  همداراز د سیستان او بلوچستان  ولایت د سپين روبو ، غوره شخصیتونو او خلکو  چې د  آرامښت او ثبات د ساتلو په خاطر ئې د شرغواړو  د بدماشیو پیټی نه دی وړی ، ستاینه او قدرونه کړې ده .

 له پاکستان سره  دایران په ګډې پولې کې  د سونګو په قاچاقبرو  باندې د پاکستانیو مامورانو د ډزو له امله یوه نښته رامینځةشوي  او د نښتې په سختیدا پسې ځیني قاچاقبر د سرحدي دروازې په  ماتولو سره  د ایران خاورې ته د اخلیږي   چې له پولې د ورآخوا له پلوه  دډزو له امله ښپکې یو کس مړ او یو شمیر نور هم ټپیان شوي وو ،له دې وروسته ځینو شرغواړو  د بلواؤ په جوړولو سره فتنو ته مخه کړې خو په موقعې د سیمې سپين روبو او مشرانو په  لاس په کار کیدو سره دغه شرغواړي ناکام شوي او سیمې ته آرامښت اوثبات بیرته ستون شوی دی . وئيل کیږي ،  پرَدیو رسندویو په دغو  شخړو کې د  ۳۷کسانو د وژل کیدا دروغو خبرونه هم خپره کړي دي .