د واکمنې شورا د پریکړه لیک تصویبیدل د ډیپلماسۍ ګواښونکې دي
(last modified Tue, 02 Mar 2021 01:11:50 GMT )
Mar 02, 2021 05:41 Asia/Kabul
  • د واکمنې شورا د پریکړه لیک تصویبیدل د ډیپلماسۍ ګواښونکې دي

د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په واکمنې شورا کښې د پریکړه لیک د تصویبولو لپاره هر ډول کوشش، غیررغنده او د ډیپلماسۍ لپاره یو ګواښ وباله.

د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په واکمنې شورا کښې د پریکړه لیک د تصویبولو لپاره هر ډول کوشش، غیررغنده او د ډیپلماسۍ لپاره یو ګواښ وباله.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران او آسټریا د د سیاسي صلاح مشورو څلورم پړاؤ پرون په آنلاین توګه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي او د آسټریا د اروپايي او نړیوالو چارو د وزارت د قائم مقام پیټر لااونسکي په شتون سره ترسره شوه.

په دغې غونډې کښې دواړو لورو د خپلو هیوادونو ترمینځ په تاریخي او دوستانه اړیکو باندې په ټینګار سره، په ایټمي موافقې پورې اړوند وروستي بدلونونه په تفصیل سره وڅیړل.

عراقچي په دغې غونډې کښې د غیرقانوني او ظالمانه بندیزونو ختمیدل د ایټمي موافقې د ژمنو اجرا ته د ایران د اسلامي جمهوریت د بشپړې ستنیدنې بنیادي شرط وباله.

هغه د ژمنو د پوره کولو په لړ کښې د اروپايي لورو د اغیزناک اقدام په نشتوالي باندې په سختې نیوکې سره، د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په واکمنې شورا کښې د پریکړه لیک د تصویبولو لپاره هر ډول کوشش غیررغنده او په تیره بیا د ایران او د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس له وروستۍ موافقې نه پس د ډیپلماسۍ لپاره د برابر شوې فضا ګواښونکی وباله.

په دغې آنلاین غونډې کښې د آسټریا اروپايي او نړیوالو چارو د وزارت قائم مقام هم له ایټمي موافقې په ملاتړ کښې د خپل هیواد د دریځونو په یادونې سره، تهران ته د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د عمومي منشي رفائل ګروسي د سفر په لړ کښې شوې وروستۍ موافقه، د ډیپلماسۍ لپاره یو فرصت وباله او د هغې له پیاوړتیا سره هر ډول مرستې ته یې د آسټریا چمتووالی اعلان کړ.

 

ټیګونه