افغانستان ته د ايران د سونګو د صادراتو موافقه
د ايران خراسان رضوي صوبې ګورنر افغانستان ته د سونګو د صادراتو لپاره له دغه هېواد سره د ايران د موافقې خبر ورکړ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د ايران خراسان رضوي ګورنر محمد صادق معتمديان وويل، له افغانستان سره د ترسره شويو توافقاتو له مخې دغه هېواد ته به د سونګو صادرات د مخازنو او د پائپ لائن د جوړولو له لارې ترسره کيږي.
هغه زياته کړه: له افغانستان او ترکمنستان سره د خراسان رضوي د اوږدو پولو په تېره بيا د ايران يوې ډېرې پخوانۍ پولې په توګه د دوغارون پولې شتون چې د مرکزي اېشيا د هېوادونو ټرانزېټي لار او دغې سيمې ته د ننوتلو دروازه ده له دغې صوبه کښې د نړيوال تجارت د پراختيا لپاره يو لړ ښه حالات رامنخته کړي دي.
محمد صادق معتمديان د افغانستان، ترکمنستان او د مرکزي اېشيا نورو هېوادونوته د صادراتو د خنډونو د لرې کولو لپاره د ايران د خراسان رضوي صوبې د صادرونکو په مرستې سره د سيمه ايزې پالېسۍ پرمختګ په دغه صوبه کښې له راتلونکو پروګرامونو څخه وبلۀ.
د ايران د خراسان رضوي صوبې ګورنر تاکيد وکړ، د هغو سياستګزاريو له مخې چې د هېواد په اوچته سويه ترسره شوي دي د دوو غارون او د افغانستان د هرات له پولې نوې ټرانزېټي لار د تاجېکستان او قرقېزستان پولو ته د ايران د اسلامي جمهوريت د لاسرسائۍ لپاره رامنځته کيږي چې له دې لارې د ټرانزېټ او د سيمې د مشکلاتو د لرې کولو په زمينه کښې نوې مديريت ولرلې شوو.