د برجام د ساتنې په موخه له رامینځ ته شوي فرصت څخه په استفادې باندې د ګروسی ټینګار
(last modified Wed, 24 Mar 2021 03:06:47 GMT )
Mar 24, 2021 07:36 Asia/Kabul
  • د برجام د ساتنې په موخه له رامینځ ته شوي فرصت څخه په استفادې باندې د ګروسی ټینګار

د ایټمي انرجیو د نړیوالي ایجنسۍ مشر له لوېدیځو هیوادونو څخه غوښټنه وکړه چي له رامینځ ته شوی فرصت څخه دي ژر تر ژره ایران سره د موافقې لپاره کار واخلي.

د ایټمي انرجیو د نړیوالي ایجنسۍ مشر رافائل ګروسي د امریکې له نیوزویک خپرونې سره په مرکه کې دې ته په اشارې سره چي د ایران او د ایټمي انرجیو د نړیوالي ایجنسۍ تر مینځ هوکړه لند مهاله ده چي د محدود وخت لپاره د ایران له ایټمي سایټونو څخه د پلټنې اجازه ورکوي وویل: دغه هوکړه ماتوونکې ده او که د مې تر میاشتې پوري لوېدیځو هیوادونو له ایران سره موافقې ته نه ورسیږي نو حالات به نور هم پیچلي شي.

ګروسي ټینګار وکړ چي له رامینځ ته شوي فرصت څخه باید د برجام د نړیوالي موافقې د ساتنې په موخه کار واخیستل شي، هغه د دې په بیانولو سره چي دواړو لورو د دې موافقې پایلو ته خوشبینه دي وویل چي د برجام د نړیوالي موافقې ځینې لوري شک او شبهې لري چي د فهم وړ دي.

ایران له تیري میاشتي څخه د خپلو ایټمي سایټونو څخه د نړیوالي ایټمي ایجنسۍ پلټنې کمي کړي دي، خو د لنډي مودې لپاره د پلټنو له دوام سره یې موافقه کړې.

ایران هوکړه کړې چي د دریو میاشتو لپاره د خپلو ایټمي فعالیتونو وېډیوګانې وساتي چي د موافقې په صورت کې به د ایټمي انرجیو له نړیوالي ایجنسۍ سره شریک کړای شي.

خو د غیرقانوني بندیزونو د نه لیري کېدو او د لوېدیځو د ژمنو د نه عمل په صورت کې ایران د یادو وېډیوو د پاکولو ګواښ کړی دی.

ایران دوه کاله د امریکې تر یو اړخیز وتلو او د اروپایانو د ژمنو د نه عملي کېدو وروسته د برجام د نړیوالي ایټمي موافقې په چوکاټ کې د خپلو ژمنو په راکمولو لاس پوری کړي دي تر څو د دې موافقې په چوکاټ کې له خپلو ملي ګټو څخه ساتنه وکړي.

 

 

ټیګونه