د ایران او چین خارجه وزیرانو د ملګرتیاؤ په پراختیا ټینګار وکړ
(last modified Sun, 28 Mar 2021 00:16:56 GMT )
Mar 28, 2021 04:46 Asia/Kabul
  • د ایران او چین خارجه وزیرانو د ملګرتیاؤ په پراختیا ټینګار وکړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون د چین د حکومتي شورا له غړي او خارجه وزیر سره ملاقات وکړ.

محمد جواد ظریف او وانګ ئي په دغه کتنه کښې د مهمو دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله خبرې اترې وکړې.

د ایران خارجه وزیر خپل چیني همرتبه ته د هرکلي ویلو په ترڅ کښې د ایران او چین ترمینځ د سفارتي اړیکو د ټینګښت پنځوسمې کلیزې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: البته د ایران او چین د دوو سترو تمدنونو د اړیکو مخینه پيړۍ پیړۍ مخکښې ته ورګرځي او د ایران د اسلامي جمهوریت او د چین د ولسي جمهوریت د جامع ملګرتیاؤ د پروګرام د لارې د نقشې په لاسلیکیدو سره به دواړه هیوادونه له مخکښې نه زیات مضبوط شي.

ظریف، چین د سختیو د دوران ملګرې وباله او زیاته یې کړه: په هم دې بنیاد مونږ د ایران خلاف د ظالمانه بندیزونو په پړاؤ کښې د چین له دریځونو او اقداماتو مننه او قدرونه کوو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ایټمي موافقه کښې پر کړو ټولو ژمنو د امریکې د عمل په ضرورت باندې په ټینګار سره هم وویل: د ایران خلاف د بندیزونو ختمیدل، د برجام د بشپړې اجرا لاره هوارولې شي.

هغه هم داشان په ۲۰۲۲ کال کښې په بیجنګ کښې د ژمي د اولمپک لوبو ترسره کیدل یوه مهمه پیښه وبلله او د هغې د کم اهمیته ښودلو لپاره هلې ځلې یې رد کړې.

خبر زیاتوي چې د چین د حکومتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ ئي هم په دغه ملاقات کښې د نوروز او د نوي لمریز کال مبارکي وویله او له ایران سره د ډیپلماټیکو اړیکو د پنځوسمې کلیزې لمانځنې ته په اشارې سره یې څرګنده کړه: د دواړو هیوادونو اړیکې نن سبا د سټراټجک مشارکت سطحې ته رسیدلې دي او چین د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د هراړخیز لوړاوي په لټه کښې دی.

 

ټیګونه