دوښمن په خوب کښې هم د ایران له ملت سره د جنګ فکر نه کوي
(last modified Tue, 30 Mar 2021 08:21:44 GMT )
Mar 30, 2021 12:51 Asia/Kabul
  • دوښمن په خوب کښې هم  د ایران له ملت سره د جنګ فکر نه کوي

ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان برید جنرال حسین سلامي وویل دوښمن په خوب کښې هم د ایران له ملت سره د جنګ په فکر کښې نه دی ځکه چې د ایران د ملت مقاومت یې لیدلی دی او پوهیږي د ایران ملت په دوښمن باندې د غلبې لپاره سمبال او چمتو دی .

هغه نن د یزد ولایت د شهیدانو د درنښت د ملي کانګرس په دوهمې (۲) غونډې کښې په دې خبرې سره چې د شهیدانو شتون د انقلاب د استحکام سبب شوی دی او په اسلامي ایران باندې د دوښمانانو د سلطې د ماتي خنډ دی وویل هماغه ډول چې وینو یې د حضرت ایت الله خامنه اي په مشرۍ اسلامي ایران پرمختګ ، ځلا ، خپلواکۍ او کمال ته رسیدلی دی او ایران د پتیالیتوب او د خپلواکۍ ټاټوبی دی او د دوښمانانو او تیریګرو لپاره قتل ګاه او د دریدا ځای دی .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان برید جنرال حسین سلامي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې شهادت یو(۱) جاري حقیقت دی چې په وخت سره حرکت کوي او کلتور او هویت جوړوي وویل د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په وینا شهیدان د قدرت مظاهر دي او نن سبا د خدای په فضل سره د ایران ملت د شهادت او د سرشیندنې د کلتور د لرلو په دلیل سرلوړی دی  او د منزلت خاوند دی .

هغه په دې خبرې سره چې دوښمانانو  خپل ټول قدرت د ایران د ملت او انقلاب ته د ماتي د ورکولو لپاره بسیج کړی دی او پوځي جنګ یې هم تجربه کړی دی او ناکامه شوي دي وویل پوځي جنګ د دوښمن له خیال څخه وتلی او دوښمن په خوب کښې هم د ایران له ملت سره د جنګ په فکر کښې نه دی ځکه چې د ایران د ملت مقاومت یې لیدلی دی او د ایران ملت په دوښمن باندې د غلبې لپاره سمبال او چمتو دی او د ایمان او د وسلې په ترکیب سره په ماتي نه خوړلي هویت سره دریدلی دی  .

 

ټیګونه