د قدس ځواک قومندان د پوځ د ورځې مبارکي وویله
(last modified Thu, 15 Apr 2021 09:35:07 GMT )
Apr 15, 2021 14:05 Asia/Kabul
  • د قدس ځواک قومندان د پوځ د ورځې مبارکي وویله

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان د ایران اسلامي جمهوریت د پوځ مشر قومندان ته په یو پیغام کښې د پوځ د ورځې مبارکي ورکړه.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان د ایران اسلامي جمهوریت د پوځ مشر قومندان ته په یو پیغام کښې د پوځ د ورځې مبارکي ورکړه.

جنرال سید عبدالرحیم موسوي ته د سردار اسماعیل قاآني د مبارکۍ په پيغام کښې راغلي دي: د پوځ ویاړمنه ورځ د ګرانو پوځیانو د سرشیندنو او قربانیو رایادونکې ده.

په دغه پيغام کښې راغلي دي چې دا ورځ د هغو غیرتي سړیو د میړانې ستاینه ده چې د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا، امنیت او خپلواکۍ د ساتنې لپاره په تیره بیا د مقدسې دفاع په دوران کښې په پوره میړانې سره وجنګیدل او د سپاه پاسداران او بسیجي ځواک ترڅنګ يې د اسلامي نظام دفاع وکړه.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان په دغه پيغام کښې ټینګار وکړ چې په دغو کلونو کښې ټولو د مقاومت له چورلیزه د اسلامي ایران د پوځ ملاتړ او د حرم د مدافع شهیدانو وړاندې کول ولیدل چې د هغوي د رول لوبونې یوه بله زرینه پاڼه ده.

د ویلو ده چې د امام خمیني(رح) د اسلامي انقلاب له آیډیالونو سره د پوځیانو د وفادارۍ او د هغوي د بیعت په ځواب کښې، په کال ۱۳۵۸ لمریز کښې د هر کال د وري د میاشتې ۲۹ نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ورځ نومولې ده.

 

ټیګونه