د ایران د قدس ځواک د قومندان ځای ناستی شهید شو
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ځای ناستی سردار حجازي د زړه د ناروغۍ له کبله شهید شو .
د ایران د سپاه پاسداران ځواک د عمومي اړیکو د دفتر په خبر پاڼه کښې ویل شوي دي د قدس ځواک د قومندان ځای ناستی او سرلوړی جانباز او ستر سردار برید جنرال پاسدار سید محمد حسین زاده حجازی اسلامي ټاټوبي او نظام د خدمت او د انقلاب د ساتنې په بیلابیلو ډګرونو کښې له کلونو کلونو مجاهدت او مخلصانه او نه ستړي کیدونکو هڅو وروسته د زړه د ناروغۍ له کبله شهید شو او د شهیدانو له سترې قافلې سره یوځاې شو .
سردار حجازي چې په خپلې کارنامې کښې څه موده په لبنان کښې د سپاه پاسداران ځواک مسولیت پرغاړه درلود او په وروستیو کلونو کښې له تکفیري ترهګرۍ او داعش ډلې سره د مقابلې په ډګر کښې یې د اسلامي مقاومت له جبهې سره د مرستې او د حرم له مدافعانو سره د مرستې لپاره خپلې ارزښمنې تجربې وکارولې او هغه د ډګر جنرال حاج قاسم سلیماني له شهادت وروسته د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان پاسدار اسماعیل قااني په وړاندیز سره د سپاه پاسداران د قومندان برید جنرال حسین سلامي په حکم سره د قدس ځواک د قومندان د ځای ناستي په توګه وټاکل شو او هغه خپل ارزښمن خدمتونه په یادګار پریښودل .