د ایران چارواکو د حجازي د شهادت په هکله تسلیت ووایه
(last modified Mon, 19 Apr 2021 06:26:06 GMT )
Apr 19, 2021 10:56 Asia/Kabul
  • د ایران چارواکو د حجازي د شهادت په هکله تسلیت ووایه

ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران یوشمیر پوځي او حکومتي چارواکو د جلا جلا پیغامونو په خپرولو سره د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان د ځای ناستي برید جنرال پاسدار سید محمد حسین حجازي د شهادت په مناسبت تسلیت ووایه .

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز برید جنرال محمد باقري په یوه (۱) پیغام کښې د سردار حجازي د شهادت په مناسبت د ټولو قواو قومندان حضرت ایت الله العظمي سید علي خامنه اي ، د ایران ملت ، په سپاه پاسداران ځواک کښې د هغه ملګرو او د حجازي محترمې کورنۍ او د اسلامي مقاومت جبهې ته مبارکي او تسلیت ووایه .

د ایران د سپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامي هم په یوه (۱) پیغام کښې د قدس ځواک د قومندان د ځای ناستي محمد حسین زاده حجازي د شهادت په مناسبت وویل په  اسلامي مقاومت جبهې او په  اته(۸) کلنې سپیڅلي دفاع کښې د سردار حجازي د رول لوبول  به د ایران د ملت د اقتدار او د امنیت په ساتلو کښې د انقلاب د مدافعانو لاره پرانیستونکی او تل پاتې وي .

د ایران د قضايي قوې مشر سید ابراهیم رئیسي هم د قدس ځواک د قومندان د ځای ناستي د شهادت په هکله تسلیت ویلی دی.

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف هم ټینګار کړی سردار حجازي د اسلامي انقلاب په بریالیتوب کښې په رول لوبولو سربیره په سپیڅلي دفاع کښې قومندان او د بسیج ځواک منظمونکی او د مقاومت د چورلیز ځلانده ستوری و .

 

ټیګونه