ایران په کویټه کې ترهه ګره حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99334-ایران_په_کویټه_کې_ترهه_ګره_حمله_وغندله
ایران له ترهه ګرۍ سره په مقابله کې د پاکستان د حکومت او ملت په څنګ کې ولاړ دې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2021 01:09 Asia/Kabul
  • ایران په کویټه کې ترهه ګره حمله وغندله

ایران له ترهه ګرۍ سره په مقابله کې د پاکستان د حکومت او ملت په څنګ کې ولاړ دې

د فارس خبری اژانس له راپور سره سم د ایران د خارجه وزارت ویندوی خطیب زاده د پاکستان په کویټه کې په سرینا هوټل کې په ترهه ګرو عملیاتو ژوره اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل ایران له ترهه ګرۍ سره په مقابله کې د پاکستان د حکومت او ملت په څنګ کې ولاړ دې .

د کویټه ښار په سرینا هوټل کې د بم چاودنه د ۵ کسانو د مړینې او ۱۲ کسانو د ژوبلیدا سبب شوه .