د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له نظره د ایران د اقتدار مولفې
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د هیواد د روښانه راتلونکي په جوړولو کښې د معلمانو او کارګرانو د رول په بیانولو سره، د انتخاباتو او هم داشان په اسلامي جمهوري نظام کښې د اقتصاد د مولفو په هکله ځیني مهم ټکي بیان کړل.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي پرون مازیګر د کارګر د ورځې او د معلم د ورځې د لمانځنې په مناسبت ټيلیویژني وینا کښې، د هیواد د روښانه راتلونکي په جوړولو کښې د معلمانو او کارګرانو د رول په بیانولو سره، د انتخاباتو او هم داشان په اسلامي جمهوري نظام کښې د اقتصاد د مولفو په هکله ځیني مهم ټکي بیان کړل.
دوي د ځوانانو د ښوونې او روزنې په ډګر کښې معلمان او ښوونکې د هیواد د پرمختګ د پوځ افسران وبلل او د ملي تولید لپاره حقیقي کوشش یې هم د بندیزونو د بې اثره کولو ترټولو غوره او اغیزناکه لاره وبلله.
لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب ستر رهبر ټینګار وکړ، د کارګرانو ستره او اغیزناکه ټولنه او د معلمانو آینده جوړونکې پرګنۍ دواړه د ودې او ترقۍ لپاره د هرې ټولنې مهم او سټراټجک ځواکونه او پرمختګ او لوړتیا ته د ټولنې د رسولو دوه وزرې دي. میداني حقیقتونه هم ښودنه کوي چې د ایران اسلامي جمهوریت د ودې او ترقۍ لپاره د اړتیا وړ قابلیتونه، استعدادونه او خلاقیتونه لري.
بې شکه چې د ایران د ولس اقتدار د انتخاباتو په شان ډګرونو کښې د زیات نه زیات شتون او د دیني او قومي وحدت او د اقتصادي، سیاسي، پوځي، اجتماعي او کلتوري مولفو په شان یوې ټولګې نتیجه ده. په دې کښې شک نشته چې دغه مولفې د یو بل ترڅنګ او سره نښتې، د هیواد د نرم قدرت او خپلواکۍ سرچینه دي. د ډیپلماسۍ د ادارې کارنده توب او اعتبار په سیمه ایزو او نړیوالو ډګرونو کښې هم د دغه اقتدار ثمره ده.
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر اشاره د بهرني سیاست په لړ کښې د غږیز فایل خپریدو او په سیمه کښې د سپاه د قدس ځواک د رول او کارکردګیو په لړ کښې یوه روښانه شننه ده چې هر ډول غړیدنه او غفلت ترې، نه جبیره کیدونکي زیانونه لرلي شي.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي څرګنده کړه: بهرنې سیاست د دنیا په هیڅ ځاې کښې په خارجه وزارت کښې نه ټاکل کیږي او په ټوله دنیا کښې برلاسه ټولنې او لوړرتبه مسئولان یې ټاکي البته خارجه وزارت هم په کښې ونډه لري خو اجرا کونکی دی.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر هم داشان ټینګار وکړ چې د ایران په اسلامي جمهوریت کښې هم د ملي امنیت شورا شته او ټول شتون لري، فیصله کیږي او د بهرنیو چارو وزارت یې باید په خپلو طریقو اجرا کړي. د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې لړ کښې نه سنجول شوې څرګندونې د امریکې او دښمنانو د خبرو تکرار وباله او دا ټکی یې څرګند کړ چې په بنیادي توګه هر بهیر چې په سیمه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د معنوي نفوذ سبب کیږي، د امریکې د قهر او غوصې سبب دی. دوي په دې لړ کښې د نمونې په توګه له چین، روسیې او د سیمې له ځینو هیوادونو سره د ایران موافقو او ملګرتیاؤ ته د امریکې منفعلانه غبرګونونو ته اشاره وکړه او د دغو دریځنیونو وجه یې د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه مخکښې او په ایران باندې د ولکې پړاؤ ته د ستنیدو لپاره د امریکې توهمات او خوب و خیال وباله.
شک نشته چې د ایران د ولس عزت او اقتدار او ترستم لاندې ولسونو لپاره یې مثال ګرځیدل د ډګر جنرال سردار شهید قاسم سلیماني په شان د سترو تاریخ جوړونکو خلکو د مجاهدتونو او رول لوبونو پامته داره دی.
قدس ځواک په تیره بیا په دې وروستیو کلونو کښې چې امریکې او اسرائیلو د سیمې د ټوټې کولو او په لویدیځې آسیا کښې د نفوذ د یوې نوې نقشې د انځورولو پلاننګ کړی و، د ډیرو زیاتو یرغلونو، دباؤنو او دروغجنو او ورانونکو تورونو هدف وګرځیده. امریکې له داعش او د اسرائیلو، عربستان او د خپلو ځینو نورو سیمه ایزو انډیوالانو ترملاتړ لاندې ترهګرو ډلو په ملاتړ سره نیت درلود چې په سیمې باندې سخت جنګ راوتپي خو دغې دسیسې په عراق او سوریې کښې ماتې وخوړله ځکه چې قدس ځواک په سیمه کښې د امریکې د تیري، نفوذ او ترهګرۍ په وړاندې په قدرت او میړانې سره اودریده. امریکې چې کله په دغې دسیسې کښې ماتې وخوړله نو د قدس ځواک د قومندان سردار قاسم سلیماني په شهیدولو سره یې د خپل زیات نه زیات امنیتي دباؤ سیاست عملیاتي کړ. خو دغو وژلو او دباؤنو د ایران عزت او اقتدار لازیات کړ او که دا چې امریکا نن سبا ایټمي موافقې ته د ستنیدو او د ټیپلماسۍ په ډګر کښې له ایران سره د خبرواترو په تکل کښې ده نو په سیمه کښې د امریکې له نفوذ او بدماشۍ سره د مقابلې په میدان کښې د ایران د اقتدار نتیجه ده.
په حقیقت کښې هم هغه ډول چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه: د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران قدس ځواک په لویدیځې آسیا کښې د منفعلې ډیپلماسۍ په مخنیوي کښې ترټولو ستر اغیزناک عامل دی.
*/*/*/*/*/*/*