د ايران په ټولو ښارونو کښې د فلسطين بېرغونه اوچتيږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99872-د_ايران_په_ټولو_ښارونو_کښې_د_فلسطين_بېرغونه_اوچتيږي
د ايران د اسلامي جمهوريت د اسلامي تبليغاتو د غږملتيا شورا قائمقام تاکيد وکړ د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت به د هېواد په ټولو ښارونو کښې د فلسطين بېرغونه اورپولې شي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 05, 2021 11:55 Asia/Kabul
  • د ايران په ټولو ښارونو کښې د فلسطين بېرغونه اوچتيږي

د ايران د اسلامي جمهوريت د اسلامي تبليغاتو د غږملتيا شورا قائمقام تاکيد وکړ د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت به د هېواد په ټولو ښارونو کښې د فلسطين بېرغونه اورپولې شي.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې نصرت الله لطفي وويل، د راروان زيارت او جمعې په ورځو د هېواد د ټولوښارونو په ټولو چوکونو، مېدانونو او د فلسطين په نامه سړکونو کښې د فلسطين بېرغونه رپول کيږي او د غاصب صهيونېسټ رژيم او امريکې بېرغونه به سوزول کيږي.

لطفي «د قدس نړيواله ورځ يوم الله» خصوصي غونډه کښې د قدس شريف د نيواک درې اويايم کال ته په اشارې سره وويل: د روژې د مبارکې مياشتې د وروستۍ جمعې د قدس نړيوالې ورځې نومول د امام خميني (رح) يو حکيمانه نوښت دے چې په دې باندې د هغوي تاکيد چې د قدس ورځ يوازې له فلسطين سره متعلق نه ده د يو ديني مرجع د ډېر زيات ژور، بشپړه او هر اړخيز نظر ښودنه کوي.

لطفي زياته کړه: د قدس شريف آزادي په راتلونکو نزديو وختونو کښې عملي شي چې د لا سترو بنيادي قدمونو د اوچتولو لپاره يوه دروازه ده.

هغه د قدس د نړيوالې ورځې په شاندارو لاريونونو کښې د ايران د خلقو د ګډون د فلسطين له مېړني ملت څخه د هغوي د ملاتړ مخينې ته په اشارې سره وويل: د کورونائي محدوديتونو په وجه د قدس د نړيوالې ورځې د لاريونونو جوړول او مېداني حرکت امکان نشته  خو د دغې
 ورځې د نمانځنې لپاره به مختلف سېمبولک پروګرامونه جوړيږي.

نصرت الله لطفي تاکيد وکړ، ايرانيانو هيڅکله د قدس شريف قبضه نه ده زغملې او نه ده منلې او د ضرورت وړ هر امکان سره به د فلسطيني ملت له انتفاضې ملاتړ کوي.