-
د ایران او ترکیې ترمنځ ۳۰ میلیاردو ډالرو ته د سوداګریزو را کړې ورکړې لوړیدو هڅه
Aug 18, 2023 10:22د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال د ایران او ترکیې تر منځ دیرش میلیارده ډالرو ته د سوداګریزې کچې د لوړیدو له هڅو څخه خبر ورکوي.
-
د روسیې په امنیتي کنفرانس کې د زور غږونې پر وړاندې د مقاومت وړاندیز
Aug 18, 2023 10:03د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال د ماسکو په امنیتي کنفرانس کې له جبر سره د مقابلې کول د یوې ګټورې حل لارې په توګه وړاندیز کړ.
-
د ایران او روسیې ولسمشرانو د سیمه ایزواونړیوالوموضوګانوپه اړه خبرې وکړې
Aug 18, 2023 02:11د دواړو هیوادونوولسمشرانو همداراز د شانګهایی د ملګرتیا په سازمان کې د ایران د بشپړه غړیتوب او له بریکس ډلې سره د یوځای کیدا لپاره د ایران د ګروهنې په شمول په سیمه ایزو او نړیوالو چاروکې د ملګرتیا اړونده موضوګانوپه اړه خبرې او د نظر تبادله وکړه .
-
د ایران او برازیل د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو اړیکو په اړه ټلیفوني خبرې کړي
Aug 18, 2023 08:57د ایران او برازیل د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر وضعیت خبرې وکړې.
-
اربعین په اسلامي او نړیوال کلتورکې ډیره مهمه موضوع ده
Aug 18, 2023 02:47ښاغلی قالیباف د اربعین حسینی د فعالو میرمنو په غونډه کې وویل دا چی نن د ژوند په ټولو اړخونو کې دغه ډول عاشورا وینو ، دغه حرکت او اربعین د حضرت بی بی زینب (س ) له لارې رامینځته شوی دی .
-
دایران اوعربستان خارجه وزیرانو د اړیکو د نوی سپرکی په پیلولوټینګار وکړ
Aug 18, 2023 02:29د ایران خارجه وزیر د فلسطین مسلې ته پام کول د اسلامی نړۍ اصلی مسله وبلله او د دې خبرې په کولو سره چی د اسلامی ملګرتیا سازمان ، په نړیوال نظام کې مهم فعال دی ، جوته کړه شک نشته چی صیهونیسټ رژیم به په سیمه کی درز او نیواکګري ته دوام ورکړی .
-
پوځي انتخاب په میز شته ټکی نور سپک ، بې معنا او بې ارزښته شوی دی
Aug 17, 2023 12:17زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د سپاه پاسداران پیدایش ، وده ، ترقۍ او بحران ماتول او په پوځي ، خدماتي او بیارغونې په ډګرونو کښې کړچار بې ساری او ویاړمن وباله.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سعودي عربستان ته ورسید
Aug 17, 2023 09:01ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان سعودي عربستان ته ورسیده او د ریاض چارواکو په هوايي ډګر کښې د هغه هرکلی وکړ.
-
د شاهچراغ د برید د ترهګریز برید نور جزئیات / نورزاف په ترکیه کې له داعش ډلې سره یوځای شوی وو
Aug 17, 2023 08:43د ایران د اسلامي جمهوریت رسنیو په دې وروستیو کې د شاه چراغ پر زیارت باندې د حملې او د هغه ترهګرو په اړه نور جزئیات خپاره کړي دي. ویل شوي چې د ترهګریز برید عامل (رحمت الله نوروزاف) د سلمان اسلم یار په نوم تنظیمي کس لومړی د داعش له یوه غړي سره د ټولنیزو شبکو له لارې تماس نیولی او بیا ترکیې ته تللی او له داعش ډلې سره یو ځای شوی دی.
-
په درملو باندې بندیز لګول د ملګروملتونو د منشور خلاف ورزۍ ده
Aug 17, 2023 06:35زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د قضايي قوې د بشري حقوقو د کمیټۍ مشر او د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي وویل: د امریکا لخوا د دوایانو او د خوراکي شیانو په شان د شیانو بایکاټ سبب کیږي چې هر کال په نړۍ کښې په لسګونو زره کسان ووژل شي او ایران هم دغو هیوادونو کښې شامل دي.