-
په ایران کې د شیعه او د سني یووالې سارې نه لري
Oct 13, 2023 12:52د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سلاکار وویل: په ایران کې د شیعه او سني پرګنیو وحدت او ورورولي بې سارې او د اسلامي مذاهبو تر مینځ د یووالې ښه بېلګه ده.
-
نړیواله ټولنه دې د فلسطینې ولس له عام وژنې سره مقابله وکړي
Oct 13, 2023 12:48په ډنمارک کې د ایران سفارت په فلسطیني وګړو د صهیونیست رژیم د پراخو بمباریو په غبرګون کې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چي د فلسطیني ولس له عام وژنې څخه د مخنیوی لپاره سملاسي اقدامات وکړي.
-
رئیسي: هغه کسان چې د بشري حقونو او د بیان د ازادۍ دعوې کوي، باید د ترهګرو د جنایتونو ځواب ویوونکي وي
Oct 13, 2023 02:04د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وایي، هغه کسان چې د بشري حقوقو او د بیان د ازادۍ ادعاوې کوي او نن یې غوږونه کاڼه کړي، باید ځواب ویوونکي اوسي چې څنګه د دوی ګوډاګي او ګمارل شوي ترهګرې ډلې یوازې د خدای د عبادت په جرم په مومن خلکو بریدونه کوي.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر لبنان ته ولاړ
Oct 13, 2023 01:48د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان له لوړ پوړو عراقي چارواکو سره تر مشورې وروسته لبنان ته ولاړ.
-
په ټول ایران کې د فلسطیني ولس په ملاتړ لاریون
Oct 13, 2023 01:44د اسلامي تبلیغاتو د همغږۍ شورا په ټول ایران کې د فلسطیني ولس په ملاتړ نن د لاریون د ترسره کېدو اعلان کړی او د اسلامي ایران خلکو ته یې په دغه لاریون کې د ګډون بلنه ورکړې.
-
له نخجوان سره د ارتباطي ریل لارې د جوړولو لپاره د ایران او آذربایجان جمهوریت موافقه
Oct 12, 2023 00:50آذربایجان جمهوریت له نخجوان خودمختاره جمهوریت سره د تګ راتګ په موخه د یوې ارتباطي ریل لارې د جوړولو په لړ کښې له ایران سره موافقه کړې ده.
-
ایران په غزه کښې په خپل العالم او پریس ټي وي چینلونو په ګډ دفتر بمباري وغندله
Oct 12, 2023 04:04د ایران د راډیو او ټیلیویژن د بهرنیو خپرونو څانګې په غزه کښې د العالم او پریس ټي وي په نامه د خپلو دوو ټي وي چینلونو په ګډ دفتر باندې وړمه ورځ شوې بمباري وغندله.
-
ولایتي له اسماعیل هنیه او زیادنخاله سره د غزې د بدلونونو په هکله خبرې وکړې
Oct 12, 2023 02:24د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکارله هنیه او نخاله سره په جلاجلا ټیلیفوني اړیکو کښې د فلسطین له مقاوم ولس څخه د قدرونې په ترڅ کښې په غزې او لویدیځې غاړې کښې پراخه اتلولیزه اودریدنه د اسلام د اوسمهاله تاریخ یو ستر ویاړ وباله.
-
صهیونیسټي رژیم به هېڅکله آرامتیا ونه ویني
Oct 11, 2023 10:34د ایران د اسلامي شورا مشر وویل، نن سبا اسلامي او عربي نړۍ د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې سره متحد دي او دغه رژیم په عملي ډول په خپل بهرني سیاست کې له نه جبران کېدونکو زیانونو سره مخ شوی دی.
-
د صهیونیسټانو د ماتې غږ د نړیوالو غوږونو ته رسېدلی دی
Oct 11, 2023 11:31د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د صهیونیسټي رژیم د نه جبرانېدونکې ناکامۍ او جنایتونو د ابعادو په څرګندولو کې د خبریالانو وژل یو خنډ ونه باله او ویې ویل: د صهیونیسټي د غاصب او جعلي رژیم دروغجن او پوشالي بنسټ تر بل هر وخت له زیاتې ماتې سره مخامخ دی او د هغوی د پوځي او استخباراتي ناکامۍ او رسوایۍ غږ د نړۍ غوږونو ته رسېدلی دی.