د ایران د بهرنیو چارو وزیر لبنان ته ولاړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان له لوړ پوړو عراقي چارواکو سره تر مشورې وروسته لبنان ته ولاړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان له لوړ پوړو عراقي چارواکو سره تر مشورې وروسته لبنان ته ولاړ.
د ایرنا په وینا؛ حسین امیرعبداللهیان د پنجشنبې په ماسپښین بغداد ته لاړ او هلته یې د عراق د لومړي وزیر محمد شیاع السوداني او د هغه له سلاکار قاسم العارجي سره د فلسطیني د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې اترې وکړې.
امیر عبداللهیان په دغو کتنو کې ټینګار وکړ چې په غزه کې د صهیونیسټ رژیم له خوا رامینځته کیدونکې پیښې د جنګی جنایتونو یوه روښانه بیلګه ده او د هغو په بندولو کې ناکامی په ټوله سیمه اغیزه کولی شی.
د دغه لیدنو پر مهال د امریکا لخوا صهیونیسټي رژیم ته د وسلو استول چې له امله یې د فلسطین وګړي په شهادت رسول کیږي، د ایران اسلامي جمهوریت له لورې وغندل شول.
د اسلامي ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: که اسرائیل د غزې په خلکو باندې خپل حملې بندې نه کړی نو سیمه به له نویو حالاتو سره مخامخ شی او ټینګار یې وکړ چې صهونیسټي رژیم نه شي کولای غزه تر بشپړې محاصرې لاندې ونیسي.
دغه راز یې زیاته کړه، هیڅ امکان نلري چې صهونیسټي رژیم د خلکو په کورونو بمبارۍ وکړي، جنګی جنایتونه ترسره کړی او هیڅ ډول ځواب ورنکړل شي.
عراقي چارواکو همداراز ټینګار وکړ چې د غزې وروستۍ پیښې د ښځو او ماشومانو په وړاندې جنایتونه دي چې هیڅکله د منلو وړ ندي او له همدې امله باید د وژنو د بندولو په اړه باید فکر وشي او د فلسطین د خلکو حقونه په پام کې ونیول شي.