تازه خبرونه
  • د لبنان حزب الله د صهیونیسټ رژیم پرضد لسګونو بریدونه وکړل

    د لبنان حزب الله د صهیونیسټ رژیم پرضد لسګونو بریدونه وکړل

    Apr 01, 2026 06:34

    زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د نیواکي فلسطین دننه او سرحدي سیمو کښې پینځه څلویښت عملیات وکړل.

  • د امریکا ولسمشر ټرامپ د جنګ د ختمیدا په هکله نوي ادعا وکړه

    د امریکا ولسمشر ټرامپ د جنګ د ختمیدا په هکله نوي ادعا وکړه

    Apr 01, 2026 06:30

    زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا دیکتاتور او دروغجن ولسمشر ډونالډ ترامپ په یوې نوي ادعا کښې ویلي دي حتی که چیرې موافقه هم ونشي نو دې به جنګ بند کړي.

  • امریکا به زر له ایران څخه لاړه شي

    امریکا به زر له ایران څخه لاړه شي

    Apr 01, 2026 06:26

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا دیکتاتور ولسمشر ټرامپ په ایران باندې له پوځي تیري او د تیلو او د ګازو د بیو له زیاتیدا وروسته ادعا وکړه د بیو د کمولو لپاره مونږ ډیر زر له ایران څخه ځو .

  • د ایران خارجه وزیر د تهران  د خلکو د شپې په غونډو کښې حاضر شو

    د ایران خارجه وزیر د تهران د خلکو د شپې په غونډو کښې حاضر شو

    Apr 01, 2026 06:22

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیګا شپه د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د ګډ پوځي تیري په مقابل کښې د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د ملاتړ لپاره د تهران د خلکو د شپې پرمهال غونډو کښې په ګډون کولو سره ټینګار وکړ د خلکو مینځ ته راغلی یم چې روحیه ترلاسه کړم.

  • د امریکا پینځلس ماده ئیزو وړاندیزونو ته مو ځواب نه دی ورکړی

    د امریکا پینځلس ماده ئیزو وړاندیزونو ته مو ځواب نه دی ورکړی

    Apr 01, 2026 06:19

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوری د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل چې د امریکا پینځلس ماده ئیزو وړاندیزونو ته هیڅ ځواب نه دی ورکړی او مونږ هیڅ وړاندیز او شرط نه دی مطرح کړی.

  • د ایران ولسمشر په ولسي غونډو کښې  ګډون وکړ

    د ایران ولسمشر په ولسي غونډو کښې ګډون وکړ

    Apr 01, 2026 06:12

    زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعودي پزشکیان بیګا شپه د هیواد او د اسلامي نظام په ملاتړ کښې د خلکو د ولوله ناکو غونډو په دیرشمه شپه ناڅاپه د ګډون کونکو ترمینځ حاضر شو او له ولس سره یوځاې یې د وري د میاشتې د دولسمې نیټې یوم الله ورځ یعني د ایران د اسلامي جمهوریت ورځ ولمانځله.

  • د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود د حزب الله مشر ته پیغام واستوه

    د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود د حزب الله مشر ته پیغام واستوه

    Apr 01, 2026 06:07

    زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د دغه ګوند مشر شیخ نعیم قاسم ته د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله سید مجتبی حسیني خامنه اي لخوا د پیغام د استول کیدا خبر ورکړ.

  • د امریکا ولسمشر ټرامپ له ایران سره په جنګ کښې ماتې خوړلې ده

    د امریکا ولسمشر ټرامپ له ایران سره په جنګ کښې ماتې خوړلې ده

    Apr 01, 2026 06:00

    د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد له صهیونیسټ رژیم سره د ګډ پوځي تیري په بهیر کښې خپلو هدفونو ته په رسیدا کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ ناکامۍ ته په اشارې سره ولیکل: د ډونالډ ټرامپ حکومت له ایران سره په جنګ کښې ماتې خوړلې ده.

  • په ملګرو ملتو کې د امریکا،اسرایئلو او څلورو نورو هیوادونو په خلاف د ایران رسمي شکایت

    په ملګرو ملتو کې د امریکا،اسرایئلو او څلورو نورو هیوادونو په خلاف د ایران رسمي شکایت

    Mar 31, 2026 19:55

    پارس ټوډې- په ملګروملتو کې دایران د اسلامی  جمهوریتسفیر سعیدایراواني  د ملګروملتو سرمنشي  او د امنیت شورا پړاویز مشر ته  په جلا جلا  لیکونو  کې  دایران د اصفهان  او خوزستان  د فولادو پرتاسیساتو  د امریکا او صهیونیسټي رژيم  د حملو د جنایتونه او دغه رازپه ایران د حملو لپاره ترهه ګرې امریکا او وحشي صهیونیسټي رژيم ته  د خپلې خاورې او فضا  په اختیار کې د ورکولو پ دلیل  د کویت،عربستان،اماراتواو قطر د حکومتونو اقدام په باب راپور وړاندې کړ او  په دې اړه ئې رسمي شکایت وکړ.