-
په میلیونونو خلګو په یمن کې له ایران، لبنان او فلسطین څخه په ملاتړ کې لاریون کړي
Mar 28, 2026 08:02پارس تودی- د یمن په ۱۵ ولایتونو کې په میلیونونو خلګو د یوې مظاهرې په ترڅ کې له ایران، لبنان او فلسطین څخه د ملاتړ اعلان وکړ.
-
یمن د باب المندب تنګی د بندولو په درشل کې
Mar 28, 2026 07:58د اسرائیل د رژیم د فوځ په استخباراتي څانګه کې د ایران د چارو مخکنی مدیر دنی ستروینوویچ وایي چي په ایران باندې د امریکا د جنګي فشارونو د زیاتېدو په صورت کې به، د یمن انصارالله غورځنګ او د دې هیواد فوځ هم د ایران په ګټه جنګ ته ورداخل شي.
-
ایران به د اسرائيلي جنایتونو په ځواب کې درانده ګوزارونه وکړي
Mar 28, 2026 07:54د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر سید عباس عراقچي د هیواد په بنیادي تاسیساتو باندې د اسرائیل رژیم بریدونو ته په غبرګون کې وویل چي ایران به د اسرائیلو د جنایاتو په بدل کې دښمن ته لوی زیانونه واړوي.
-
د جنګ په میدان کې د امریکا د اعتبار خرابېده، افغان شناند د نویو معادلاتو خبر ورکوي
Mar 28, 2026 07:51د جیوپولیټیک چارو افغان شناند سید احمد موسوی مبلغ د یوه تحلیل په ترڅ کې لیکي چي په روانه جګړه کې له میداني بدلونونو سره، په هممهاله توګه، له خپلو دریځونو د امریکا شاتګ لیدل کیږي، داسي یوه مساله چي د رسندویې دریځونو په وړاندې د عملي اقداماتو د اهمیت ښودنه کوي.
-
طالبانو د ایران ټرانزټي ګاډو ته ځانګړی معافیت ورکړ
Mar 28, 2026 06:34پارس ټوډی- طالبانو ویلي چې له شنبې ورځې څخه دې بهرني باري موټران ویزې یا پاس ته له اړتیا پرته د اسلام قلا پولې ته راځي او د خپلو بارونو له تشولو وروسته دې بیرته ایران ته ستنیږي.
-
سردار شکارچي: ایران به د جنګ د ختمولو لپاره شرط ږدي
Mar 28, 2026 05:49پارس ټوډی- د ایران د وسله والو ځواکونو جګپوړي ویاند دښمنانو ته په خطاب کښې وویل: له خپلو هالیووډي صلاحکارانو لرې شئ او حقیقت ته غاړه کښیږدئ.
-
د ډله ایز امنیت د تړون پارلیماني ټولګې د ایران ملاتړ وکړ
Mar 28, 2026 05:38پارس ټوډی- د ډله ایز امنیت د تړون سازمان پارلیماني ټولګې په یوې بیانیې کښې د امریکې او صهیونیسټي رژیم له تیري سره په مقابله کښې د ایران له حکومت او ولس څخه د پیوستون په اعلانولو سره وویل: د خپلواکو هیوادونو خلاف د زور کارول یا ګواښ، د منلو وړ نه دی او دا ډول اقدامات د نړیوالې صلحې او امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی.
-
د صهیونیسټي رژیم رسنۍ: نتانیاهو پر ځان میئن دی / د جنګ ګټونکی ایران دی
Mar 28, 2026 05:24پارس ټوډی- یوې صهیونیسټي رسنۍ ویلي چې ایران به د جنګ حقیقي ګټونکی وي.
-
د ملګرو ملتو د بشري حقوقو شورا په میناب ښوونځي د امریکې او اسرائیلو حمله وغندله
Mar 28, 2026 05:09پارس ټوډی- د ملګرو ملتو د بشري حقوقو شورا په جنیوا کښې په خپلې بیړنۍ غونډې کښې د ایران په میناب کښې په «شجره طیبه» ښوونځي باندې د حملې په غندلو سره چې له ۱۷۰ زیات زده کوونکي او معلمان په کښې وژل شوي وو، د سمدستي تحقیقاتو او د دې جنایت د ترسره کوونکو د ځواب غوښتنه وکړه.
-
فایننشل ټایمز: له هرمز تنګي د کشتو په تیریدو کښې ۹۷ فیصده کموالی راغلی دی.
Mar 28, 2026 04:50پارس ټوډی- په ایران د امریکې او اسرائيلو د یرغل له امله له هرمز تنګي د کشتو په تیریدو کښې ۹۷ فیصده کموالی راغلی دی.