-
بقايي د امریکا خلکو ته په خطاب کښې:اجازه ورنکړئ حکومت تاسو د جنګ لپاره په پوځیانو باندې بدل کړي
Sep 05, 2026 09:18پارس ټوډې- د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي د امریکا خلکو ته په خطاب کښې په هغوې غږ وکړ اجازه ورنکړئ د جنګ په پوځیانو او د جنګ د لګښتونو په ورکولو باندې بدل شئ او تاسو هیڅکله دغه کار نه غواړئ.
-
له جنګ څخه وروسته په امریکا کښې د ډیزلو بیه تر ټولو لوړې سویې ته ورسیدله
Sep 05, 2026 09:00پارس ټوډې- په امریکا کښې د ډیزو د هر ګیلن بیه څاپه زیاتیدا سره پینځه اعشاریه پینځه اتیا ډالرو ته ورسیدله او پخوانی نصاب حد چې په دوه زره دوه ویشتم میلادي کال کښې ثبت شوی و مات کړ.
-
د ایران دافع هوا د دښمن ۳۷۰ الوتونکي هدفونه ویشتي دي
Sep 05, 2026 06:06پارس ټوډې ـ د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د هوايي دفاع د همغږۍ مرستیال، د وروستیو جګړو او د امریکا او صهیونیستي رژیم د پراخو تېریو په اړه وویل چې د ایران د هوايي دفاع ځواکونو د دښمن ۳۷۰ الوتونکي هدفونه ویشتي او نسکور کړي دي.
-
پاکستان له طالبانو سره د چین د خبرو اترو له هڅو هرکلی وکړ
Sep 05, 2026 05:53پاکستان اعلان کړی چې د «ارومچي» بهیر پرمختګ د طالبانو په اقداماتو پورې تړلی دی.
-
حماس: صهیونیستي رژیم د غزې د خلکو د شړلو له طرحې لاس نه دی اخیستی
Sep 05, 2026 05:49د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس وايي، سره له دې چې د غزې په تړانګه کې د صهیونیستي رژیم ستراتیژیکې طرحې له ماتې سره مخ شوې دي، خو دغه رژیم لا هم له غزې څخه د خلکو د ایستلو له طرحې لاس نه دی اخیستی.
-
د روسیې د بهرنیو استخباراتو مدیر: په اورآسیا کښې د پراخې نښتې خطر جدي دی
Sep 05, 2026 05:25پارس ټو ډی- د رسویې د بهرنیو اطلاعاتو د سروس SVR مدیر سرګئي ناریشکین پرون خبرداری ورکړی چې په یورایشیا کښې د یوې پراخې نښتې د پیښیدو خطر حقیقي دی او په دې لړ کښې جدي اندیښنې شته دي.
-
آیتالله خاتمي: ایران تر ابده تسلیمېدونکی نه دی
Sep 04, 2026 16:50پارستودی- د تهران د جمعې لمانځه خطیب، په ټینګار سره چې ایران به هېڅ وخت تسلیم نه شي، وویل: لکه څنګه چې د اسلام په سرکینیو وختونو کې پیغمبر اکرم ﷺ د اقتصادي جګړې په ډګر کې دښمن مات کړ، نن هم د جهاد او انفاق له لارې په دې ترکیبي جګړه کې د دښمن ماتول ممکن دي.
-
بقايي: د ایران دفاعي بریدونه یوازې پر پوځي هدفونو وو
Sep 04, 2026 16:48پارسټودی- د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: د امریکا پر خلاف چې پر ملکي هدفونو بریدونه یې د خپلو ناقانونه جګړو په یوه ثابت تګلاره بدل کړي، د ایران دفاعي بریدونه یوازې پر پوځي هدفونو ترسره شوي دي.
-
عراقچي د اردن د بهرنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل ایران د تیریګردځواب لپاره باید تر کومه انتظار وکړی ؟
Sep 04, 2026 16:47پارسټودی- د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وپوښتل: ایران باید د هغه متجاوز په وړاندې د ځواب ورکولو لپاره تر کومه وخته انتظار وکړي؟
-
تفسیر | شانګهای څنګه د ایران پرضدد امریکا محاصره ماتوي؟
Sep 04, 2026 16:44پارستودی- بلومبرګ په یوه راپور کې لیکلي دي: «د شانګهای د همکاریو سازمان له امریکا سره نه دی؛ له ایران سره دی؛ له لویدیځې اروپا یا اوکراین سره نه دی؛ له روسیې سره دی.»