-
قالیباف: د صهیونیسټي رژیم هدف د اسلامي امت کمزوري کول او تجزیه کول دي
Jan 19, 2026 09:13پارسټوډې – د ایران د اسلامي شورا رئیس وویل: صهیونیسټان د تفرقې او بېثباتۍ د رامنځته کولو له ستراتیژۍ سره هڅه کوي اسلامي هېوادونه کمزوري او تجزیه کړي، څو په دې وسیله پر سیمې خپل تسلط ټینګ کړي.
-
د خارجي عواملو لاسوهنې د اعتراضونو ماهیت بدل کړ
Jan 19, 2026 03:42ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په فرانسې کښې د ایران سفیر محمد امین نژاد» په دې خبرې سره چې سوله ئیز اعتراضونه طبیعي چاره ده ټینګار وکړ خو د خارجي عواملو لاسوهنې د ایران د خلکو د اعتراضونو د ماهیت د بدلیدا سبب شوې.
-
وینزویلا له ایران سره اړیکو ته هماغه راز دوام ورکوي
Jan 19, 2026 02:47ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د وینزویلا موقته ولسمشرې میرمن« ډلسي روډریګز» ټینګار وکړ چې دغه هیواد د ایران ، د چین او د روسیې په شمول له ټولو هیوادونو سره د اړیکو د لرلو حق لري او مونږ به له ایران سره اړیکو ته دوام ورکړو.
-
د عراق د غږملتیا د چوکاټ د وحدت په ساتلو ټینګار وشو
Jan 19, 2026 02:34ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني او د ملي حکمت د ګوند مشر سید عمار حکیم د غږملتیا د چوکاټ دننه د انسجام او د وحدت د ساتلو پرضرورت ټینګار وکړ.
-
د پاکستان په کرک سیمه کښې شپږ کسان وژل شوي دي
Jan 19, 2026 02:24زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په کرک سیمه کښې د وسله وال کس په ډزو کښې د ښځو او د ماشومانو په شمول د یوې کورنۍ شپږ کسان وژل شوي دي.
-
تحریک تحفظ ائین پاکستان ائتلاف د فرورۍ د میاشتې د انتخاباتو په هکله د پلتنې غوښتنه وکړه
Jan 19, 2026 02:00زمونږ خبریال راپور راکړی د «تحریک تحفظ ائین پاکستان» ائتلاف پرون د سیند صوبې په کراچۍ ښار کښې په ال پارټیز (د ټولو سیاسي ګوندونو) په کانفرنس کښې د دغه هیواد د اساسي قانون د شپږمې مادې پراساس د فرورۍ د میاشتې د اتمې نیټې د انتخاباتو په هکله د پلټنې او هغو کسانو ته چې په انتخاباتو کښې په درغلیو کښې لاس لري د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.
-
د کراچۍ ګلپلازا کې اورلګېدنې 10 کسان وژلي او له پنځوس ډیر بې درکه شوي
Jan 19, 2026 01:34زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان تر ټولو ستر ښار کراچۍ کې چې د سیند صوبې مرکز دی تېره شپه په یوه سوداګریز مرکز کې لګېدلي اور پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
-
د افغانستان د طالبانو د حکومت سوداګریز پلاوی بنګلهدېش ته تللی
Jan 19, 2026 01:21زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت وایي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو پلاوی د ۵۰ سوداګرو په ملتیا بنګلهدېش ته تللی دی. ویل شوي، دا پلاوی د یاد وزارت د مرستیال احمدالله زاهد په مشرۍ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره د بنګلهدېش پلازمېنې ډاکې ته روان شوی دی.
-
امریکا د ایران په چارو کښې په لاسوهنې سره د نړیوالو حقوقو خلاف ورزۍ کړې ده
Jan 19, 2026 01:10ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې لیکوال او د سیاسي چارو کارپيژاند «نیکولای استاریکوف» په یو لړ څرګندونو کښې ټینګار وکړ امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو د ایران په شان د هیوادونو په کورنیو چارو کښې په لاسوهنو سره د نړیوالو حقوقو خلاف ورزۍ وکړه.
-
امریکا او اسرائیل په ایران کښې د بلواو مسوول دي
Jan 19, 2026 00:54زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د کولمبیا پوهنتون د اقتصاد استاد پروفیسر جیفرې ساکس(Jeffrey Sachs) په ایران کښې د تیرو ورځو د بلواو مسوول امریکا او د اسرائیلو رژیم وبلل.