-
څلور تنه کورني سیلانیان په نورستان ولایت کې د ترافیکي پیښې له امله په سیند کې دوب شول
May 30, 2026 14:58د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم وایي، پیښه تیره شپه خواوشاه لس بجې هغه مهال د دې ولایت مرکز پارون ښار ته نږدې د ځنګل پوستې په سیمه کې رامنځته شوه چې یو مساپر وړونکی موټر د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله له خپل مسیره بې لارې او سیند ته ولوید.
-
معامله په خپلو خیالونو کې؛ هغه څه چې ټرمپ د ایران سره د توافق په اړه بیانوي، هیله ده نه حقیقت
May 30, 2026 14:26پارس تودی- د روایت او واقعیت ترمنځ واټن، یوازې یو دیپلوماتیک سو تفاهم نه دی، بلکې د ټرمپ د بریالیتوب ادعاوو په زړه کې د پټې ناکامۍ نښه ده.
-
د لبنان د روغتیا وزارت: د صهیونیسټ رژیم په بریدونو کې ۷۷ لبناني ماشومان شهیدان یا ټپیان شوي
May 30, 2026 14:11د پارس ټوډې په وینا - د لبنان د روغتیا وزارت وویل چې په تیرو اوو ورځو کې د صهیونیسټ رژیم په بریدونو کې په لبنان کې ۷۷ ماشومان شهیدان او ټپیان شوي دي.
-
د ایران او د افغانستان مطبوعاتو ته کتنه
May 30, 2026 13:25د تهران چاپ ورځپاڼې له امریکا سره د احتمالې هوکړې او د امریکا له خوا د سمندري محاصرې د ختمېدو په هکله ځینې مطلبونه خپاره کړي، کیهان هم د امریکا او ایران تر مینځ د مقابلې په هکله د مشهورو نړیوالو رسنیو لیدلورې خپره کړې ده.
-
په لویوسیمه ییزو تړونونوکې دایران شتون،د پراختیائي ارادې ښودنه کوي
May 30, 2026 13:02پارس ټوډې - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر، ډاکټر مسعود پزشکیان، په یوه پیغام کې ولیکل؛ د اورآسیا اقتصادي اتحادئې په لوړو غونډو کې د ایران د اسلامي جمهوریت فعال شتون د دې ښکارندوي ده چې مونږ د اتحادیې له ټولو پنځو غړو او ناظرو غړو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره کلکه اراده لرو.
-
د هلمند ولایت ۶۰ سلنه ماشومان له زده کړو بې برخې دي
May 30, 2026 12:45د رسنیو په حواله، د هلمند ولایت ځايي چارواکي وايي، د ښوونځیو ودانیو او مسلکي ښوونکو د کمښت له امله، د دغه ولایت ښوونځي ته د تلو په شرایطو برابر شاوخوا ۶۰ سلنه ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي.
-
د باید او نباید له ژبې سره مو ۴۷ کاله مخکې خداي په آ ماني کړې
May 30, 2026 12:44پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، وویل چې د ایران او امریکا ترمینځ د پیغامونو تبادله لا هم روانه ده، خو وروستۍ هوکړې ته لا نه دي رسېدلي.
-
افغان شرکتونو له ازبکستانه د درملو د واردولو قراردادونه لاسلیک کړل
May 30, 2026 12:30د افغانستان د درمل جوړونې سکټور یوه پلاوي د ازبکستان له پنځو سترو درمل جوړوونکو شرکتونو سره د ۵ میلیون ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک کړي.
-
د یمن په فضا کې یو بل امریکائي ډرون هم د توغندی ښکار شو
May 30, 2026 12:21پارس ټوډې – د یمن ځاي سرچینو وئیلي دي ، د امریکایو ډرون د دغه هیواد د شمال ختیځ په فضا کې نسکور شوی دی.
-
لغمان کې د کډوالو د موټر چپه کېدو له امله د مړو شمېر ۲۲ او د ټپیانو ۳۶ ته لوړ شو
May 30, 2026 12:15د لغمان ولایت ویاند عبدالمالک نیازي ویلي چې، دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۵:۳۰ بجې د کابل ـ جلالآباد پر عمومي لویې لارې، د لغمان ولایت اړوند د سرخکانو چوک ته څېرمه شوې ده.