-
د امریکاپه بندیزونو د فارس خلیج د اوبلارې د ادارې غبرګون؛د سمندری غلو د مشر له خوا بایکاټيدل مثبته نښه ده
May 30, 2026 11:59پارس ټودې- د فارس خلیج د اوبلارې د مدریّت اورګان،یعني له هرمز تنګي څخه د سمندری تګ راتګ راتګ د منظمونې او د مجوز د صادریدا لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت د نمایندګئ د مرجع او قانوني اورګان انټرنیټي پاڼې امریکا ته په خطاب کې لیکلي دي، پر هرمز تنګي سلطه چې په میدان او ډيپلوماسئ کې مو نه ده ترلاسه کړې، په بندیز سره به ئې هم ترلاسه نه کړئ .:
-
د هرمز د سمندري اوبلارې بیرته خلاصیدل د امریکا بریالیتوب نه دی
May 30, 2026 06:32ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په روسیې کښې د امریکا پخواني سفیر« مایکل مک فال» وویل د ایران د هرمز اوبلارې بیرته پرانیستل د امریکا لپاره یو بریالیتوب نه ګڼل کیږي.
-
ډونالډ ټرامپ به هغه موافقه ومني چې د امریکا په ګټه وي
May 30, 2026 05:21ایرنا خبري اژانس راپور راکړی سپیڼې ماڼۍ د ایران په باره کښې په «سیچویشن» کوټه کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ له غونډې وروسته وویل ټرامپ به هغه موافقه ومني چې د امریکا په ګټه وي. د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي رسنیو ته وویل د سپینې ماڼۍ غونډه پاې ته رسیدلې او کابو دوه ساعته یې دوام درلود.
-
امریکا د اسرائیلو په ټولو جنایتونو کښې شریکه ده
May 30, 2026 05:03زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» وویل امریکا په لبنان ، فلسطین او درسته سیمه کښې د اسرائیلو لخوا په ترسره شویو ټولو جنایتونو کښې شریکه او مرسته کونکې ده.
-
د لبنان، د امریکا او د اسرائیلو خبرې بې نتیجې پاې ته ورسیدې
May 30, 2026 04:34زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان یوې رسمي سرچینې وویل چې په امریکا کښې له اسرائیلو سره د لبنان د حکومت خبرې اترې بې نتیجې پاې ته رسیدلې دي.
-
د امریکا قومندان د کیوبا هیواد له پوځیانو سره کتنه وکړه
May 30, 2026 04:14ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ګوانتانامو خلیج کښې د امریکا د پوځ د جنوبي قومندنۍ مشر «فرانسیس ډانووان» د کیوبا هیواد له لوړرتبه پوځي چارواکو سره کتنه وکړه.
-
د لبنان په جنوب باندې د صهیونیسټ رژیم په نویو بریدونو کښې یولس نور کسان شهیدان شول
May 30, 2026 04:01ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د روغتیا وزارت وویل په جنوب کښې په ځینو سیمو باندې د صهیونیسټ رژیم په هوايي حملو کښې یولس کسان شهیدان او اته نور ژوبل شول.
-
امریکا د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد نوي بندیزونه ولګول
May 30, 2026 03:52ایرنا خبري اژانس راپور راکړ د امریکا خزانې وزارت له ترهګرۍ سره د مقابلې په ادعا سره د ایران پرضد نوي بندیزونه ولګول او دغه بندیزونه د اتو کسانو او د پینځو ارګانونو پرضد لګول شوي دي.
-
د ایران پرضد د ټرامپ جنګ امریکا په مینځني ختیځ کښې ښکیله کړه
May 30, 2026 03:39ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ډیموکراټ ګوند د مشرانو جرګې یوې غړې سناتورې میرمن «الیزابت وارن» د ایران پرضد د جنګ د ختمولو غوښتنه وکړه او اعتراف یې وکړ ولسمشر ډونالډ ټرامپ د دغه جنګ په پیلولو سره امریکا په مینځني ختیځ کښې ښکیله کړه.
-
پاکستان له ابراهیم تړون سره یوځاې نه کیږي او د فلسطین د ازادۍ ملاتړ ته دوام ورکوي
May 30, 2026 03:28ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر «محمد اسحاق ډار» له ناجایز صهیونیسټ رژیم سره د ساز باز له پلان سره د اسلام اباد د یوځاې کیدا په هکله هر ډول ګونګوسې په کلکه رد کړې او ویې ویل زمونږ په دریځ کښې هیڅ ډول نرمښت نشته او مونږ د فلسطین د خپلواکه هیواد د جوړیدا ملاتړي یوو.