Mar 26, 2024 15:19 Asia/Kabul
  • د نیواکي فلسطین په شمال کې د لبنان د اسلامي مقاومت د عملیاتو اثرات او اهمیت

په لبنان کې د مقاومت د ډلو د عملیاتونو په دوام کې، د حزب الله غورځنګ د نیواکي فلسطین په شمال کې د صهیونیستي فوځیانو یو مرکز په نښه کړ.

د لبنان د اسلامي مقاومت مبارزینو، تېره شپه د نیواکي فلسطین په شمال کې په صهیونیست میشت ښارګوټي کې هغه ودانۍ په نښه کړه چي په کښې صهیونیستي فوځیان ځای پر ځای شوي و.  د لبنان د مقاومت ځواکونو، په وروستیو اونیو کې د خپلو اقداماتو د عملیات په دوام کې، په عراق او یمن کې د مقاومت له نورو ډلو او په غزې کې له حماس سره یو ځای د صهیونیست رژیم له فوځ سره مبارزې ته دوام ورکوي او په نیواکي ټاټوبو کې د اسرائیل د فوځ مهم فوځي ځایونه په نښه کوي.

په پوځي مرکزونو او صهیونیست میشت ښارګوټو باندې او د تندلارو صهیونیستانو په غونډو پراخې توغندوي حملې، له اسرائیل سره د مقابلې لپاره د لبنان د مقاومت د ځواکونو د عملیات برخه جوریږي. د لبنان حزب الله په ځلونو د لبنان په جنوبي سیمو باندې د اسرائیل د رژیم د بریدونو ځواب ورکړی دی او په سیمه کې د بلوا د رامینځ ته کولو لپاره د هغوی دسیسې ناکامه کړې دي.

 صهیونیستي رژیم په سیمه کې د خپلو شومو اقداماتو او دسیسو په دوام کې د جنګ د لمنې د پراخولو اراده درلوده او غوښتل یې چي جنګ یوازې غزې پورې محدود نه شي بلکې د امریکا او نورو لوېدیځو هیوادونو په ملاتړ سره، لبنان هم په جنګ کې ښکېل کړي. لیکن د صهیونیست رژیم بریدونه، د حزب الله له پراخ غبرګون سره مخ شو په داسي ډول چي صهیونیستانو ته یې بې مخینې مرګژوبلې او زیانونه واړول.

 په فلسطین او لبنان کې د مقاومت د ډلو تر مینځ د لارو بندول د صهیونیست رژیم یو هدف و چي د طوفان الاقصی د عملیات په نتیجه کې دا دسیسه شنډه وه او د لبنان له خاورې نه د اسرائیل د رژیم په ضد د مقاومتي ډلو د عملیاتونو دوام له فلسطیني مبارزینو سره، د هغوی ملګرتیا نوره هم څرګنده کړه.

صهیونیستي څېړونکو له دې مخکې هم په لبنان کې د اسرائیل د رژیم د فوځي اقداماتو په هکله خبرداری ورکړي وه او د دغو اقداماتو دوام یې د دې رژیم لپاره یوه جدي ګواښ بللي وه. اسرائیلي امنیتی او فوځي شناند یوسي میلمن ویلي وه چي د لبنان له حزب الله غورځنګ سره هر ډول سرتاسري جګړه، به اسرائیل د له مینځه تلو له خطرې سره مخ کړي.

د طوفان الاقصی د عملیات را په دې خوا، د لبنان پولې او نیواکې ټاټوبې د صهیونیست رژیم د فوځ او د لبنان د حزب الله تر مینځ د ټکر په میدان بدل شوي دي.  د لبنان حزب الله ټینګار کوي چي په غزې باندې د یرغل تر ختمېدو پورې، په سرحداتو کې د اسرائیل د رژیم په مرکزونو باندې خپلې حملې نه بندوي.

د لبنان حزب الله له صهیونیست رژیم سره، د جنګ په دوام کې دوه اصلي هدفونه تعقیبوي. لومړی هدف د لبنان د سرحداتو د امنیت ټینګېدا او د صهیونیست رژیم له جنګ غواړو اقداماتو سره، مقابله ده، او دوهم هدف یې چي ډېر مهم دی او استراتیژیک بلل کیږي په نیواکي ټاټوبو کې د اسرائیل د فوځي مرکزونو په نښه کول دی.

 د لبنان د حزب د عملیات دغه دوه پلانونه، په تېره بیا په وروستیو اونیو کې د اسرائیل د رژیم د کمزورتیا او د فلسطیني مقاومت د ځواکونو د پیاوړتیا لامل شوی دی او فلسطیني مبارزینو ته له مخکې نه زیاته زمینه برابره کړې چي په صهیونیستانو باندې نه جبرانېدونکې ګوزارونه وکړي او د نیواکګرو او د هغوی د غربي ملاتړو د سزا کولو لپاره خپله وړتیا نندارې ته وړاندې کړي. د غزې بدلونونه په وروستیو ورځو کې په سیمه، لبنان او فلسطین کې د مقاومت د ځواکونو تر مینځ له همکاریو اغېزمن شوي دي.