Mar 27, 2024 11:36 Asia/Kabul
  • د امریکا، انګلستان او اسراییلو شیطاني مثلث ته سزا پکار ده / په یمن کې د انصار الله مشر: تیري ګر به هک حیران شي

"عبدالملک الحوثي" د یمن د ملي مقاومت د ورځې په نمانځغونډه کښې د امریکې له سیاستونو څخه د عربو  واکمنانو ړوند اطاعت، د دغو هیوادونو په تاوان وباله او د یمن له خلکو سره یې د ایران، حزب الله او عراق د ملاتړ قدرونه وکړه.

"عبدالملک الحوثي" د یمن د ملي مقاومت د ورځې په نمانځغونډه کښې د امریکې له سیاستونو څخه د عربو  واکمنانو ړوند اطاعت، د دغو هیوادونو په تاوان وباله او د یمن له خلکو سره یې د ایران، حزب الله او عراق د ملاتړ قدرونه وکړه.

د یمن د انصارالله غورځنګ مشر سید عبدالملک بدرالدین الحوثي د یمن د مقاومت د ملي ورځې په مناسبت د یمن پر خاوره د امریکې، انګلستان او اسرائیلو په پوځي تیري کښې د تیریګر ائتلاف مثلث ته په اشارې سره، راتلونکی کال د تیریګرو په وړاندې او د یمن له ولس او د فلسطین له مظلومو خلکو په ملاتړ کښې د یمن د پوځ د پوځي معجزو کال وباله.

د یمن د انصار الله غورځنګ مشر د تیري ګرو په وړاندې د یمن د خلکو له پایدارۍ په قدرونې سره زیاته کړه: د یمن ګران ولس د تیري به نهم کال، همهغه شان مقاومت او پایداري کوي.

د یمن د انقلاب مشر په دوام کښې وویل: امریکې په دغه جنګ څارنه درلوده او دغه جنګ د امریکې، انګلستان او اسرائیلي رژیم پلان و چې عربي ائتلاف اجرا کړ.

عبدالمالک الحوثي د خپلې وینا په یوه بله برخه کې د امریکا، برطانیې او اسرائیلو تیريګر مثلث ته په خبرداري سره، د یمن ولس ته زیری ورکړ چې د یمن د ملي مقاومت په لسمې کلیزې به د یمن پوځ په خپلو پرمختللو پوځي لاسته راوړنو او د یمن د خلکو او د فلسطین د مظلوم ولس په ملاتړ کې، د دښمنانو له دسیسو سره مقابله لا سخته کړي.

د یمن د انصار الله غورځنګ مشر د یمني جنګیالیو بشپړ چمتووالي او غښتلتیا او د یمن د خلکو بې مخینې سیاسي هوښیارۍ او د مختلفو ولسي پرګنو ترمینځ کورني یووالي او پیوستون ته په اشارې سره، د یمن په خاورې پوځي تیری د امریکې، انګلستان او اسرائیلو د ائتلاف له خوا له وړاندې نه پلان شوې طرحه وبلله.

هغه ټینګار وکړ چې د دغه تیري ګر ائتلاف د پلان کړي تیري په دې کلونو کښې د هغوي ۲ لاکه ۸۲ زره او ۸۷۹ تالي څټي وژل شوي او زخمي شوي دي.

الحوثي څرګنده کړه: په یمن باندې د دې حملې هدف، د ټولې سیمې په نښه کول دي. مونږ له ټولو اسلامي او عربي هیوادونو سره صلحه او تفاهم غواړو او د هیڅکوم عرب هیواد خلاف غلیمانه کړنلاره نه لرو. عربستان او امارات په صلحې کښې د ځنډ د دوام لپاره هیڅ توجیه نه لري. مونږ اوس د شرارت له مثلث یعنې امریکې، اسرائیلو او انګلستان سره په مقابله کښې یوو. عربستان او امارات باید د شخړې د کمولو له مرحلې نه د هراړخیزې صلحې پړاؤ ته راشي، د صلحې عملي کیدل د محاصري او د تیري ګرۍ او نیواکګرۍ د ختمیدو او همداشان د اسیرانو د تبادلې او د تاوان د جبیره کیدو په معنا دي.

د یمن د انصار الله غورځنګ مشر د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې وویل چې د امریکې د سیاستونو خدمت د هیڅ عرب هیواد په ګټه نه دی او ټولو ته د آزادۍ او د امریکې له ړندې پیروۍ د ډډه کولو نصیحت کوو.

هغه په دوام کښې د هغو ټولو لورو چې د یمن ترڅنګ ولاړ دي او په سر کښې یې له ایران، حزب الله او عراق څخه مننه او قدرونه وکړه.

عبدالملک الحوثي د خپلې وینا په دوام کښې د غزې پياوړو او مظلومو خلکو ته په خطاب کشې وویل: د فلسطین له ولسه په ملاتړ کښې زمونږ پوځي عملیات جاري دي او مونږ له همهغه پیل څخه د فلسطین مسئلې ته اهمیت ورکوه.

 

ټیګونه