د غزې د شهیدانو شمېر ۳۲۴۹۰ تنو ته ورسېد
په عین حال کښې د صهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو نن د غزې تړانګې د جنوب په رفح کښې د خلکو په کورونو بمباری وکړه چې له امله یې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوی دی
په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۲ زره ۴۹۰ تنو او د زخمیانو شمیر ۷۴ زره ۸۸۹ تنو ته رسیدلی دی.
د صهیونیسټ رژیم پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې ۸ بریدونه ترسره کړی چې په نتیجه کښې یې ۱۰۲ تنه شهیدان او ۱۷۶ نور ژوبل شوی دی.
په عین حال کښې د صهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو نن د غزې تړانګې د جنوب په رفح کښې د خلکو په کورونو بمباری وکړه چې له امله یې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوی دی.
له بلې خوا په لویدیځه غاړه کښې د جنین په کیمپ کښې د صهیونیسټی پوځیانو په یرغل کښې د یو بل ځوان په شهادت سره له نن سهار راهسې د شهیدانو شمېر درېو ته لوړ شو