Apr 04, 2024 12:17 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو ۸۲۰۰ واحد؛ د افواهاتو خپرولو، د شخصیت وژنې او د مذهبي او سیاسي شخړو د رامنځته کولو ځای
    د اسرائیلو ۸۲۰۰ واحد؛ د افواهاتو خپرولو، د شخصیت وژنې او د مذهبي او سیاسي شخړو د رامنځته کولو ځای

پارس ټوډې – ۸۲۰۰ واحد په اسرائیلو کې یو استخباراتي سازمان دی، چې د رسنیز جنګ، د افواهاتو خپرولو، د ټولنیزو شخړو رامنځته کولو، د سیسټمونو هیک کولو، د کوډونو پیدا کولو او پرانیستلو مسئولیت لري.

د ۸۲۰۰ واحدرامنځته کېدل:

دا واحد، په 1952 میلادي کال کې د اسرائیلي رژیم له تاسیس څخه څلور کاله وروسته، د امریکایي تجهیزاتو په کارولو سره پیل شو. د ۸۲۰۰ واحد دایمي مرکزي دفتر، د تل ابیب په شمال په ګلیلوټ (Glilot) سیمه کې دی.

۸۲۰۰ واحد، د عسکرو د شمېر له پلوه، د اسرائیلو د جګړې په وزارت کې ترټولو لوی واحد دی. د دې سازمان اکثره غړي د ۱۶ او ۱۸ کلونو ترمنځ ځوانان دي.

د دیفنس نیوز (Defense News) د خبر له مخې، اسرائیلو له ۲۰۰۳ راهیسې په ۸۲۰۰ واحد کې، د لیسې زرګونه زده کونکي په کار ګمارلي دي.

د ۸۲۰۰ واحد دندې:

د ۸۲۰۰ واحد ځواکونه، د صهیونیسټي افکارو د خپرولو، په ختیځې نړۍ او اسلامي نړۍ کې د نفوذو او د شرقي او اسلامي ټولنو د کلتور او افکارو د زهرجن کولو او همدارنګه په اخلاقي، انساني او ایډیالوژیکي ارزښتونو د برید لپاره کارول کېږي. په حقیقت کې اسرائیلو یو سایبري پوځ جوړ کړی، ترڅو په مجازي نړۍ کې د نړۍ د مختلفو هېوادونو لکه د هند او پاکستان، د چین او جاپان او د اسلامي ټولنو تر منځ د جګړې په رامنځته کولو سره، اسرائیلو ته د دې فرصت برابر کړي، ترڅو وکولای شي په ارامه توګه خپل پراخوالی او جنایتونه ترسره کړي.

د ۸۲۰۰ واحد؛ د اسرائیلو سایبري پوځ

همدا اوس د ۸۲۰۰ واحد په سلګونه غړي، په مختلفو هېوادونو کې د مجازي نړۍ د کاروونکو تر پوښښ لاندې، د افواهاتو په خپرولو، د خپلواکو هېوادونو د مشرانو په شخصیتي وژلو، د مذهبي او سیاسي شخړو په رامنځته کولو او داسې نورو بوخت دي.

دغه واحد د صهیونیسټي رژیم پر مخالفو هېوادونو د حملې لپاره د بداوزارو د رامنځته کولو او کارولو مسئولیت هم پر غاړه لري.

د دغو پروګرامونو په ډله کې، کولای شو د استاکس‌نټ (Stuxnet) ویروس په کارولو سره، د ایران د اسلامي جمهوریت د سوله ایز اټومي پروګرام د ګډوډولو لپاره، د دې واحد د هڅې یادونه وکړو.

د رای‌الیوم ورځپاڼې د صهیونیسټي سرچینو له قوله لیکلي وو چې د ۸۲۰۰ واحد، د ایران اسلامي جمهوریت په سایبري او الکترونیکي جنګ کې، خپل ترټولو مهم حریف او دښمن ګڼي.

د دغو سرچینو په وینا، د ۸۲۰۰ واحد ډېری پوځیان د فارسي په ګډون، د مختلفو هېوادونو په ژبو پوهېږي.

راپورونه ښیي چې د اسرائیلي رژیم پوځ د ایران د اسلامي جمهوریت په خلاف د مجازي فضا د زهرجنو کولو په موخه، خپلو پوځیانو ته له ابتدایي ښوونځي څخه فارسي ژبه ورزده کوي.

د دغې ډلې د فعاليتونو بېلګې، د ايران د نظام د سياسي څېرو پر وړاندې د رسنيزې څپې جوړول او په نړۍ کې د ايران د استعماري ضد نظر کمزوري کول دي.

د دې فعالیتونو سربېره، دا کسان د جاسوسۍ په هدف، په مختلفو هېوادونو کې فعال کاروونکي راټولوي او پیدا کوي.

د دې واحد یو بل اقدام، د لوېدیځې آسیا په سیمه کې د ډېری ترهګریزو عملیاتو پلانول او هدایتول دي.

په ۲۰۱۰ کال کې نیویارک ټایمز، د یوه امریکايي امنیتي چارواکي په حواله، په سوریه کې د دغه واحد د عملیاتو په اړه راپور ورکړ.

د نیویارک ټایمز په وینا، په ۲۰۰۷ کې د ۸۲۰۰ واحد د معلوماتو راټولولو له لارې، په دیرالزور کې د سوریې اټومي سایټ په نښه کولو لپاره، د اسرائیلي رژیم هوایي ځواک ته اړین معلومات چمتو کړل.

د اسرائیلو د امنیتي سرچینو په وینا، دا واحد د سیمې په هېوادونو کې، د ترهګریزو عملیاتو لپاره له ډرون څخه هم کار اخلي.

یو اسرائیلي لیکوال، ژورنالیست او پوځي - امنیتي کارپوه، یوسي میلمن په دې اړه ویلي چې په اسرائیلو کې داسې استخباراتي عملیات نشته چې ۸۲۰۰ واحد پکې نه وي او له اسرائیلو بهر په هر پوځي عملیاتو کې، ۸۲۰۰ واحد استخباراتي پوښښ ورکوي.

کلیدي کلمې: اسرائیلي ټرولونه، اسرائیل څنګه رامنځته شو، اټومي تخریب، د موساد وژنې، د اسرائیلو ۸۲۰۰ واحد، ایران او اسرائیل

ټیګونه