پاکستاني شخصيتونو د صهيونېسټانو د جنايتونو سخته غندنه وکړه
(last modified Tue, 11 May 2021 11:24:13 GMT )
May 11, 2021 15:54 Asia/Kabul
  • پاکستاني شخصيتونو د صهيونېسټانو د جنايتونو سخته غندنه وکړه

د پاکستان يو شمېر عالمانو، سکالرانو او پوهانو د قبلې آزادي او زمونږ ذمه وارۍ نومې يو وبينار کښې په ګډون کولو سره د صهيونېسټ رژيم جنايتونه سخت وغندل.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې په دغه وبينارکښې چې د عالمانو، مذهبي مشرانوو ديني او پوهنتوني فعالانو په شتون او د پاکستان د جامعه المصطفی العالميه د نړيوالو چارو او ارتباطاتو ادارې په همت سره جوړ شو وېناوالو د صهيونېسټ رژيم په رسميت پېژندلول لپاره له هر ډول اقدام سره د مخالفت ترڅنګه په مسجدالاقصي کښې د دغه رزيم جنايتکارانه اقدامات په سختۍ سره وغندل.

وېناوالو وويل:پکار دے د فلسطين او غزې مسئله له شيعه سني نه بالاتر مطرح شي او د اسرائيلو جنايتونه پکار دے وغندل شي، که اسلامي هېوادونو د دغې مسئلې په وړاندې په خپلو دندو د ذمه وارۍ احساس کړې وې نو تر اوسه به قدس شريف د غاصبانو له قبضې ازاد شوے ؤ.

وېناوالو همدارنګ په فلسطيني زمکو کښې د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو په وړاندې د نړيوالوټولنو په خاموشۍ باندې په نيوکې سره تاکيد وکړ. د اسرائيلو له منګولو د قدس شريف د ازادۍ لپاره د مسلمانانو پوره اتحاد نه انکارېدونکې چاره ده.

په دغه آنلائن سمينار کښې د حزب امت واحده پاکستان مشر حجت الاسلام والمسلمين محمد امين شهيدي، نامتو سني عالم حېدر علوي، د لاهور علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ د تاريخ د څانګې مشر ډاکټر عبدالباسط مجاهد، د پاکستان د شيعه وفاق لمدارس مشر سيد مريد حسين نقوي، د جامعه المصطفی د زدکړو د څانګې مرستيال ډاکټر محمد اعجاز نګري، د دغې ادارې د کراچۍ د څانګې ډائرېکټر ډاکټر سيد نسيم حېدر زېدي، د اسلام آباد د څانګې د نړيوالو چارو او ارتباطاتو ډائرېکټر انيس الحسنين خان او نورو ګڼ شمېر مذهبي، سياسي او ولسي شخصيتونو ګډون وکړ.

 

ټیګونه