عمران خان: د یمن د کړکیچ ډیپلماټیک حل پکار دی
د پاکستان وزیر اعظم له ډیپلماټیکې او د خبرواترو له لارې د یمن د کړکیچ د هواري غوښتنه وکړه
د پاکستان د وزیراعظم دفتر پرون د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره وویل چې عمران خان په اسلام آباد کښې د عربستان د وسله والو ځواکونو د لوې درستیز فیاض بن حامد الروملي په کتنه کښې، د یمن د روان حالت په څیړنې سره وویل: په یمن باندې د حملو او جنګ دوام د دغه هیواد د کړکیچ حل لاره نه ده.
ټاکل شوې چې د عربستان د پوځ لوې درستیز د پاکستان د پوځ له قومندان او نورو پوځي چارواکو سره هم ملاقات وکړي.
د ویلو ده چې سعودي عربستان د امریکې، اماراتو او ځینو نوور هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې نه په یمن باندې پوځي حمله او د دغه هیواد ځمکنۍ، هوايي او سمندري محاصره پيل کړې ده.
په یمن کښې د عربستان او د هغه د انډیوالانو له خوا په مسلط شوي جنګ کښې تراوسه څه باندې ۱۶ زره یمنیان مړه شوي، لسګونه زره زخمي شوي او میلیونونه تنه هم کډه په سر شوي دي.