پاکستان له ایران سره قوي اړیکو ساتلو ته ژمن دی
(last modified Wed, 17 Nov 2021 00:58:57 GMT )
Nov 17, 2021 05:28 Asia/Kabul
  • پاکستان له ایران سره قوي اړیکو ساتلو ته ژمن دی

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اسلام اباد دوه اړخیز اړیکې په قوي تاریخي ، مذهبي او کلتوري ګډولو کښې جرړه لرونکي وبللې او یې ویل اسلام اباد له تهران سره د لوړو اړیکو او د دودیز مشارکت ساتلو ته ژمن او هوډمن دی .

هغه پرون په اسلام اباد کښې د پوځ د ملي دفاع د پوهنتون د مسولانو ، استادانو او د محصیلینو په ټول کښې د سیمې د بدلونونو ، د خارجي سیاست او د ایران په شمول له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو په هکله د خپل هیواد دریځونه بیان کړل .

شاه محمود قریشي وویل پاکستان له بیلابیلو دباونو سره سره تل له ایران سره ښه اړیکې ساتلي دي .

هغه د اسلامي امت د وحدت په هکله وویل پاکستان تل کوشش کړی دی د خبرو اترو د دودولو او د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره په یوه (۱)پل بدل شي .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان موضوع او په دغه هیواد کښې له سولې سره مرسته یو(۱) ډله ییز مسولیت وباله او زیاته یې کړه اسلام اباد د ترهګرۍ له چیلنج ، د کډوالو له هجوم او یاناسمو روایتونو سره سره په افغانستان کښې د پخلاینې او د خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره خپل رول لوبولی دی .

هغه وویل پاکستان تل په دغه موضوع ټینګار کړی دی چې د افغانستان جنګ پوځي حل لاره نلري او یو(۱) خوشحاله او امنه افغانستان د پاکستان او د ټولې سیمې په ګټه دی .

 

ټیګونه