په کوئټه کښې چاودنې مرګ ژوبله رامنځته کړه
(last modified Fri, 31 Dec 2021 00:58:32 GMT )
Dec 31, 2021 05:28 Asia/Kabul
  • په کوئټه کښې چاودنې مرګ ژوبله رامنځته کړه

بېګا د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کوئټه ښار کښې د چاودنې له امله لږ تر لږه څلور تنه ووژل شول او شپاړس نور هم ژوبل شول.

د اېرنا د رپوټ له مخې دغه چاودنه د کوئټې ښار په جناح سړک کښې د سائنس کالج په ګېټ کښې اوشوه

دغه ترهه ګريزه چاودنه په داسې حال کښې رامنځته شوه چې د محصيلينو د جمعيت نظرياتي تنظيم غړي له يو لړ مراسمو وروسته له کالجه راوتل. تراوسه چا کس يا ډلې د دغې چاودنې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.

بلوچستان  صوبه د پاکستان يوه ناامنه صوبه ده چې پکښې اکثر داعش، جهنګوي لښکر، سپاه صحابه، تحريک طالبان او جماعت الاحرار غوندې ترهه ګرې ډلې فعاليتونه کوي.

 

 

ټیګونه