پاکستانیانو د سعودي په حملو کښې د یمن د خلکو وژله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i111522-پاکستانیانو_د_سعودي_په_حملو_کښې_د_یمن_د_خلکو_وژله_وغندله
د پاکستان مذهبي او مدني فعالانو او محصلینو په یمن باندې د سعودي ائتلاف وژونکې او خونړۍ حملې وغندلې
(last modified 2023-10-01T04:20:45+00:00 )
Jan 25, 2022 05:41 Asia/Kabul
  • پاکستانیانو د سعودي په حملو کښې د یمن د خلکو وژله وغندله

د پاکستان مذهبي او مدني فعالانو او محصلینو په یمن باندې د سعودي ائتلاف وژونکې او خونړۍ حملې وغندلې

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې د محصلینو د مذهبي تنظیمونو غړو د اسلام آباد پریس کلب مخې ته په راغونډیدو سره، په یمن باندې د عربستان او اماراتو په مشرۍ د عربي ائتلاف وروستي بریدونه په کلکه وغندل.

اعتراض کونکو په داسې حال کښې چې د امریکې، صهیونیسټي رژیم او په یمن باندې د تیري کونکو خلاف یې شعارونه ورکول، د دغو بریدونو د سمدستي بندیدو غوښتنه یې وکړه او د یمن د بې دفاع خلکو د ساتنې لپاره یې د ملګرو ملتو او د بشري حقوقو د سازمانونو په بې تحرکۍ نیوکه وکړه.

د ویلو ده چې په یمن کښې د عربستان وروستیو جنایتونو په پاکستاني رسنیو کښې پراخ کوریج لرلی دی.

په دې لړ کښې د اسلام آباد چاپ (ډان) ورځپاڼې پرون (په یمن کښې جنایتونه) ترعنوان لاندې خپله مقاله کښې ولیکل: د یمن په صعده ولایت کښې په یو جیل باندې حمله، د عربستان د جنایتونو یوه څرګنده نمونه ده.

یاده دې وي چې د تیرې جمعې په ورځ په یاد زندان باندې د تیري ګر سعودي ائتلاف د جنګي الوتکو په بمبارۍ کښې له اتیاؤ زیات کسان مړه او ۲۶۰ تنه نور زخمي شوي وو.