پاکستان کښې د پیټرولو او د ډیزلو بیې زیاتیږي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د مالیې وزیر مفتاح اسماعیل د پیټرولو او د ډیزلو د بیو د زیاتیدا خبر ورکړ .
هغه چې له پاکستان سره د پیسو د نړیوال صندوق د مرستو په اوم پکیج باندې د غور لپاره امریکا ته تللی دی وویل د پیسو نړیوال صندوق یعني ايي ایم ایف له پاکستان څخه غوښتي دي چې د پیټرولو او د ډیزلو سبسیډي ختمه کړي او اسلام اباد له دغه غوښتنې سره موافقت کړی دی .
د پاکستان د مالیې وزیر مفتاح اسماعیل دغه راز د پیسو د نړیوال صندوق ایي ایم ایف د غړیو او د چارواکو په غونډه کښې وویل د پاکستان حکومت د پیټرولو او د ډيزلو د سبسیډیو د ورکولو توان نلري او له دې کبله یې د ايي ایم ایف له وړاندیز سره موافقت کړی دی .
د پیټرولو او د ډیزلو د بیو په زیاتیدا سره به په پاکستان کښې ډیره ګراني راشي کوم چې له وړاندې څخه له ګرانۍ سره سخت لاس او ګریوان دی .