د بایډن دولت دي د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران څخه د بندیزونو په لیري کولو جدي ووسي
(last modified Sat, 07 May 2022 01:54:41 GMT )
May 07, 2022 06:24 Asia/Kabul
  • د بایډن دولت دي د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران څخه د بندیزونو په لیري کولو جدي ووسي

د پاکستان ډان ورځپانې د برجام د نړیوالي ایټمي موافقې په راژوندي کولو کې د امریکې له کارړنګونو څخه په نیوکې سره، د اسلامي انقلاب سپاه پاسدران د ایران د دفاعي جوړښت یوه مهمه برخه وباله او په سپاه باندې د لګولو شویو بندیزونو د لیري کېدو سپارښتنه وکړه.

په اسلام اباد کې ډان ورځپانې د جمعې په ورځ په خپله سرمقاله کې د ایران په وړاندې د ټرامپ د یواړخیز سیاست څخه د کرکي په ښودلو سره، ولیکل: اوس هم د بایډن حکومت د امریکې د ټروریستي لیسټ څخه د سپاه پاسداران په نه لیري کولو سره، د ایټمي نړیوالې موافقې د بیا راژوندي کېدو په لاره کې خنډونه جوړوي.

ډان ولیکل: په داسي حال کې چي سپاه پاسداران د ایران د دفاعي جوړښت یوه مهمه برخه ده، د بایډن حکومت باید له تور لیست څخه د سپاه د لیري کولو په مساله کې جدي ووسي.

دغه پاکستانۍ ورځپانه اروپایي هیوادونو ته په خطاب کې زیاتوي: که د برجام د ایټمي نړیوالي موافقې د راژوندي کېدو په لټه کې یاست باید د دوو مسالو په هکله تهران ته ډاډ ورکړئ، لومړي دا چي باید په ایران باندې ټول لګول شوي بندیزونه لیري شي او د ایران ګاز او تېل په نړیوال مارکیټ کې له ستونزو پرته وپلورل شي دوهم دا چي امریکا دي له تور لیست څخه د سپاه پاسداران نوم لیري کړي.

ټرامپ درې کاله مخکې په یوه اړخیزه توګه برجام د نړیوالې ایټمي موافقې په وتلو سره په  ایران باندې پراخ بندیزونه ولګول.

له تېر کال څخه د بندیزونو د ختمېدو او د یادې موافقې د راژوندي کېدو په هکله په ویانا کې مذاکرات راوان دي لیکن د امریکې د کار ړنګونو د امله د یادو مذاکراتو برخلیک نامعلوم پاتي شوي دي.

 

ټیګونه