د پاکستان حکومت د هندوستان شارډز افیر احضار کړ
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کښې د هندوستان د شارډز افیر په وربللو سره د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په هکله د واکمن بهاراتیا جاناتا ګوند د دوو چارواکو له سپکاوي د ډکو څرګندونو په خاطر د پاکستان اعتراض هغه ته اعلان کړ.
د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم او اسلامي سپیڅلتیاو ته د هندوستان د واکمن بهاراتیا جاناتا ګوند د دوو غړیو سپکاوی د مسلمانانو د احساساتو د راپاریدا سبب شوی او د اسلامي هیوادونوحکومتونو د هندوستان ډیپلوماټانو ته اعتراض کړی دی.
د پاکستان خارجه وزارت په یوې خبر پاڼه کښې وویل د هندوستان شارډز افیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی شو او د اسلام اباد حکومت د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په هکله د واکمن بي جي پي ګوند د دوو مهمو چارواکو له سپکاوي ډکې څرګندونې رد کړې او هغه یې په کلکه وغندلې.
د پاکستان خارجه وزارت وویل اسلام اباد په هندوستان کښې د مسلمانانو پرضد د ډله ییز نفرت او د تاوتریخوالي په خطرناک ډول زیاتیدا باندې اندیښمن دی ځکه چې مسلمانان په سیسټاماټیک ډول څنګ ته کړې شوي او د هندوستان په بیلابیلو صوبو کښې د امنیتي ادارو په کامل ملاتړ او همفکرۍ سره د هندو سرزورو ډلو له منظمو شویو یرغلونو سره مخامخ دي.