پاکستان د افغانستان خلکو ته ټرانزټ ویزا ورکوي
د پاکستان حکومت هغه ډله افغانستانیانو ته چې نورو هیوادونو ته د تګ او هلته د اوسیدو غوښتونکي دي، د ټرانزټ ویزې د صادرولو نوی سیاست ابلاغ کړ
په دې وروستیو اونیو کښې ګڼو افغانستاني کډوالو سره د خپلو کورنیو په اسلام آباد کښې په پرلت وهلو سره له ملګرو ملتو او د پاکستان له حکومته وغوښتل چې یو بل هیواد ته د هغوي په تلو کښې مرسته وکړي او د پاکستاني تابعیت په ترلاسه کولو سره د دغه هیواد د ښاریزتوب حقوق ترلاسه کړي.
د ایرنا د رپورټ له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پرون په یو حکم کښې پاکستان ته د افغانستاني ښاریزو د انتقال د اسانولو د دریمې مرحلې پيلول اعلان کړل او د هغې موده یې دوه میاشتې اعلان کړه.
افغانستاني ښاریزو ته د وزیزې د صادرولو د نویو اسانتیاؤ موده د آګست تر اتمې نیټې پورې ده.
د دغې ټرانزټ ویزې ترلاسه کونکي کولې شي چې په لنډمهاله توګه په پاکستان کښې پاتې شي او بیا دریمګړي هیواد ته د تګ د حقوقي مراحلو په ترسره کولو او د سفر د مدارکو په برابرولو سره هغه هیواد ته لاړ شي.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پرون په یو پیغام کښې وویل: د ټرانزټ ویزې د صادرولو لپاره د اسلام آباد د حکومت نوی سیاست له افغانستاني وروڼو او خویندو سره د مرستې د دوام لپاره زمونږ د هلوځلو یوه برخه ده.